Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: بهرنۍ استخباراتي کړۍ نه غواړي افغانستان کې سوله ټېنګه شي 

د منځنۍ اسیا ځېنو هېوادونو افغانستان کې د ترهګرۍ ودې په اړه اندېښنه ښودلې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/03

چین، ایران او د مرکزي اسیا ځینې هېوادونه اندیښنه لري،چې ګواکې په افغانستان کې ترهګرې ډلې وده کوي او د دوی امنیت ته به ګواښ پیښ شي.

دغه راز پاکستان یوځل بیا په افغانستان کې د ترهګرو پر فعالیت خبرې کړي او زیاته کړې یې ده، چې دغه ډلې د افغانستان او پاکستان ترڅنګ د نړۍ امنیت ګواښي.

خو د سیاسي چارو کارپوهان بیا وايي،چین او د مرکزي اسیا هوادونه له غرب اندیښنه لري،چې ګنې ترهګرې  ډلې افغانستان ته راولي او بیا یې نورو سیمو ته استوي،چې د دوی امنیت به هم وګواښي.

دوی وايي،پاکستان هڅه کوي،چې د نړۍ پام له ځانه واړوي او افغانستان د ترهګرۍ مرکز معرفي کړي،چې په دې کار سره به د امریکا او لویدیځو هېوادونو هغه ادعا په حقیقت په بدله کړي،چې د دوی په  باور کابل لاهم له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې نه دې پرې کړي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« چین،ایران او  د مرکزي اسیا هېوادونه له غرب اندیښنه لري،چې ځینې ترهګرۍ ډلې لکه القاعده او نورې ډلې افغانستان ته راولي،له دې ځایه یې نورو سیمو ته لیږي. پاکستان د دې لپاره چې د خپل بام واوره پر افغانستان واچوي ځان سپینوي،چې په هېواد کې یې تروریستان او روزنیز مرکزونه نشته  او  په افغانستان کې دي. د غرب هغې ادعا د اثبات لپاره کار کوي،چې  ګواکې طالبان بدنام کړي،چې له ترهګرو سره یې خپلې اړیکې نه دي پرې کړي. طالبانو ته پکار ده، که چیرې ترهګرې ډلې په افغانستان کې وي،نو نړۍ ته دې ځواب ورکړي،په حیثیت د یوه حاکم او که چیرې نه وي دا دې عملآ ثابت کړي.»

د مخکېني حکومت د ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي وايي، دا تیر ۵۰ کلن تاریخ ثابته کړې،چې اسلام اباد کابل کې قوي حکومت نه غواړي او اوس یې هم هڅې روانې کړي،چې افغانستان پر نړیواله کچه منزوي کړي او د افغانسان اوسني حکومت ته لانجې پیدا کړي.

اصولي زیاته کړه:«له تیرو ۲۴ کلونو راهیسې پاکستان په افغانستان کې د قوي حکومت مخالف دی او نه یې غواړي او اوسنی حالت یې هم داسې ښکاري،چې دوی غواړي افغانستان منزوي کړي او افغان سرپرست دولت ته جنجالونه جوړ کړي.»

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی بیا واايي، دا چې پاکستان هڅې کوي،چې خپلې جوړې کړې ترهګرې ډلې پر افغانستان ور وتپي،نو د افغانستان حکومت ته په کار ده،چې نړیوالو او ملګرو ملتونو ته ترې رسمي شکایت وکړي.

هغه زیاته کړه:« د تروریزم مسله کې پاکستان په افغانستان نیوکې کوي،چې هلته  د ټي ټي پي تروریستي ډله شتون لري، دا دبهرنیو چارو وزارت مسولیت دی،نړیوالو او  ملګرو ملتونو ته  دې رسمآ خپل شکایت ولیږي،ځکه اوس نړیوال په دې پوهیږي،چې د تروریستانو د روزنې ځای پاکستان دی نه افغانستان.»

اسلامي امارت بیا په وار وار ټېنګار کړی دی،چې افغانستان کې هېڅ ترهګر ډله نشته او نه هم چاته اجازه ورکوي،چې د افغانستان له خاورې نورو ته ګواښ پیښ کړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist