Skip to content
د افغانستان د ځینو ګاونډیو ترڅنګ روسیه،چین، امریکا او اروپا په افغانستان کې د ټول شموله حکومت غوښتنه کړې،خو تازه امریکا پر بین الافغاني مذاکراتو ټینګار کړی دی.
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي،ملي ګټې دا ایجابوي،چې په افغانستان کې له ټولو پرګنو جوړ یو پراخ بنسټه حکومت رامنځ ته شي،خو د امریکا او نورو هېوادونو دا نسخه ورته د منلو نه ده،چې له تجربه شویو پخوانیو جنګ سالارانو سره دې مذاکرات وشي او واک کې دې شریک شي.
د سیاسي چارو کارو کارپوه مختار هاتف وايي:« پراخ بنسټه نظام او بین الافغاني کنفرانس د افغانستان د ملي منافعو پر ګټه دی او هر هغه نظام،چې اساس یې پراخ بنسټه وي، افغانانو ته د منلو دی،خو د امریکا او اروپا نسخه افغانانو ته د منلو وړ نه ده،که امریکا غواړي یو ځل بیا هغه پخواني جنګسالاران په واک کې شریک کړي،دا به دافغانستان د ملي منافعو خلاف وي.»
ځینې نور بیا وايي،د ټول شموله حکومت لپاره د بین الافغاني مذاکراتو غوښتنه نه یوازې امریکا بلکې روسیې،چین او د افغانستان ګاونډیانو هم کړې.
دوی په دې باور دي،چې د اسلامي امارت له غړو پرته نور کسان په اوسني حکومت کې ونډه نه لري او د افغانستان ثبات لپاره اړتیا ده،چې هغه څیرې چې د اسلامي امارت نه دي، حکومت کې ونډه ورکړل شي.
د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي:« یوازې امریکا نه ده،بلکې د ګاونډیانو ترڅنګ روسان او چینایان هم دغه خبره کوي،چې طالبانو قدرت خپلې یوې ځانګړې حلقې ته اختصاص کړی دی،د ګومارنو په تړاو چې د امیرالمومینین فرمانونه چې ګوري، له طالبانو بل څوک په کې نه شته دی، باید هغه کسان چې طالبان نه دي له هر قوم چې دي، باید په قدرت کې ونډه ولري،چې افغانستان ثبات خواته ولاړ شي.»
د سیاسي چارو فعاله ډیوه پتنګ بیا په دې باور ده،چې امریکا غواړي،د بین الافغاني مذاکراتو په نوم هغه څیرې یو ځل بیا د افغانستان په حکومت کې شریکې کړي،چې په تیرو شلو کلونو کې یې د امریکا او ګڼ شمیر نورو هېوادونو ګټې خوندي ساتلې وې او د دوی له استخباراتو سره یې له نږدې کار کاوه.
پتنګ زیاته کړه:« بین المللي ټولنه او امریکا چې دا خبره راپورته کوي،ګویا افغانستان یو بل بین الافغاني مذاکراتو ته اړتیا لري،د دوی هدف دادی،هغه اشخاص چې دوی ته نږدي دي او د دوی استخباراتو ته کار کوي، له دوی سره مذاکرات وشي،خو حقیقت دادی،چې باید داسې مذاکرات پیل شي،چې د افغانستان ټول خلک ځانونه په حکومتدارۍ کې وګوري.»
خو اسلامي امارت بیا له وړاندې ویلي پخواني چارواکي او سیاسیون چې اوس په هېواد کې نشته ټول جایدادونه یې خوندي دي،کولای شي، خپل هېواد ته راستانه شي او د عادي افغانانو په توګه ژوند وکړي او امنیت به یې هم خوندي وي.