د کابل لویدیځ دشت برچي سیمه کې پر کاج ښوونیز مرکز برید پر کوردننه او نړیواله کچه غبرګونونه راپورته کړي او دغه برید د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف عمل بلل شوی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش پر کاج ښوونیز مرکز برید غندلی او له اسلامي امارته یې غوښتي،چې د توکمي، نژادي او جنسیتي تبعیض پرته دې ټولو افغانانو ته د زده کړو زمینه برابره او د خلکو حقونو او ژوند ته دې درناوی وکړي.
ګوترش زیاته کړې:« د کابل ښار پر یوه ښوونیز مرکز په یو ظالمانه برید کې لسګونه ځوان هلکان او نجونې وژل شوي دي. مسوول چارواکي باید د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي او له توکم او جنسیت په پام کې نیولو پرته باید ټول په خوندي توګه زده کړو ته لاس رسی ولري.»
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ هم پر خپله ټویټر پاڼه یاد برید غندلی او ویلي دي،چې پر زده کوونکو دا ډول بریدونو هېڅ توجیه نه لري.
هغه زیاته کړې:« پر هزاره زده کونکو نجونو د یو بل برید شاهدان یو،چې ګڼ شمیر یې مړه او ټپیان ديؤ زړه ماتونکې ده. پر بې ګناه زده کوونکو بریدونه هېڅ توجیه نه لري. زه خپله ژوره خواخوږي قربانیانو او د هغوی خپلوانو ته وړاندې کوم.»
د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت هم د وړمې ورځې برید غندلی، قربانیانو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي او ویلي دي،چې دوی د تاوتریخوالي او ترهګرۍ سخت مخالف دي.
یاد وزارت زیاته کړې:« سعودي عربستان کابل کې پر یوه ښوونیز مرکز برید چې لسګونه کسان په کې وژل شوي او ټپیان دي،پر کلکو ټکو غندي. موږ د تاوتریخوالي ، افراطیت او ترهګرۍ ټولې بڼې ردوو. د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو او ټپیانو ته د ژر روغتیا هېله کوو.»
بل خوا د ایران بهرنیو چارو وزارت هم دغه برید ته غبرګون ښودلی او غندلی یې دی.
یاد وزارت زیاتوي:« ایران د کابل په لویدیځ کې پر یوه ساینسي او ښوونیز مرکز ترهګریز برید چې لسګونه کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې، پر کلکو ټکو غندي.»
پر کاج ښوونیز مرکز برید پر ښوونیزو مرکزونو او عبادت ځایونو لومړنی برید نه دی، بلکې تر دې وړاندې هم ګڼ ښوونیز مرکزونه او ښوونځي د وسله والو لخوا پر نښه شوي دي او د زیاتو بریدونو مسوولیت د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش پر غاړه اخیستی دی.
د وړمې ورځ ځانمرګي برید چې نږدې ۱۰۰ کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې،پر نړیواله کچه غندل شوی او له اسلامي امارته غوښتنه شوې،چې عاملین پیدا او مجازات کړي.