په پکتیا ولایت کې روان کال سېلابونو که له یوې خوا سلګونه کورونه ونړول او خلک یې کډو کولو ته اړ کړل، له بل لوري یې زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې او باغونه هم تخریب کړل.
د ګردیز یو شمېر اوسېدونکي وايي، سېلابونو یې فصلونه او کرنیزې ځمکې وړي دي او تر اوسه پورې ورسره کومه مرسته نه ده شوې.
د ګردیز یو تن اوسېدونکی خیال وايي:«خلکو کچالو، لوبیا،غنم، جوار او شولې کرلې وې، دا ټول خراب شول. داسې سېلابونه او توپانونه راغلل،چې ان کورونه یې هم ونړول.»
بزګران وایي،وروستیو سېلابونو یې د سږ کال فصلونه تخریب کړي او د لومړنیو توکو مرستې او د کرنیزو ځمکو او باغونو جوړیدو ته اړتیا لري.
دوی وایي، تر اوسه ورسره کومه مرسته نه ده شوې او له اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو غواړي،چې د کرنې برخه کې ورسره مرستې وکړي.