Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې پر ښوونیز مرکز ځانمرګي برید کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/01

د کابل په لویدیځ کې د جمعې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د تلې پر ۸ مه» د کاج په نوم ښوونیز مرکز کې ځانمرګی برید وشو.

پر یاد ښوونيز مرکز کې برید هغه وخت رامنځته شو،چې زده کوونکي په کې د ازمايښتي کانکور د ازموينې ورکولو په موخه ورغلي ول.

عيني شاهدان وايي،بريدګر لومړی د ياد ښوونیز مرکز ساتونکي ووژل او وروسته یې د ازموینې ښځینه ټولګي یا تالار ته ننوت او وچاودنه را منځته شوه.

د پېښې یو تن عیني شاهد وايي:« بریدګر ساتونکو سره نښته کړې،وورسته بیا ټولګي ته ننوتلی او هلته یې ځان ته چاودنه ورکړې ده.»

د پېښې یو بل عیني شاهد بیا وايي:« لومړی ډزې وشوې. نجونو هلکانو ته وویل،چې ارامه اوسئ،کومه خبره نه ده خو ورپسې زما د خویندو او نورو نجونو منځ کې چاودنه وشوه، چت را پرېوت او موږ ټولو وځغستل.» 

د بريد قربانيانو زيات شمیر ښځينه زده کوونکي دي،چې د پيښې له ځایه جسدونه او ټپیان جناح او وطن روغتون ته وړل شوې دي.

د پیښې قربانيانو کورنۍ د خپلو اولادونو د شتون او نشتون د تائيد ولو لپاره په ویر د  هغو ليستونو انتظار کاوه، د جناح روغتون لومړۍ دروازې کې ځړول کيږي.

د کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور پر کاج ښونیز مرکز زده کوونکو برید منلی او د لسګونو تنو د مرګ ژوبلې خبره کوي.

 ټکور زیاتوي:« په برید کې ۱۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او همدارنګه ۲۷ نور ټپيان دي.» 

اخوا د برید د قربانیانو کورنیو ادعا کړې،چې د اسلامي امارت ځواکونو له لوري ورسره د روغتونونو مخې ته بد چلن هم شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې تېره جمعه  د وزیر محمد اکبر خان جومات مخې ته چاودنه وشوه،چې له امله یې لسګونه لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله واړوله.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist