کابل کې د ایران او پاکستان سفارتونو هم د دغه برید غندنه کړې او د پیښې له قربانیانو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د دغه برید سخته غندنه کړې او دا ډول بریدونه یې له ټولو انساني او اسلامي اصولو ارزښتونو خلاف بللی.
کرزي زیاته کړې:« دغه برید په شدید ډول غندم. دا ډول عمل د ټولو انساني او اسلامي اصولو او ارزښتونو خلاف دي. د بشر ضد دا جنایت د هېواد له پرمختګ سره د دښمن د ښکاره دسیسې ښکارندويي کوي او دا بریدونه د دې ثبوت دي،چې دښمن زموږ د ځوانانو له روښانه راتلونکې ډاریږي.»
د مخکېني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله دا ډول برید د سولې او پرمختګ د دښمنانو عمل بللی دی.
هغه زیاته کړې:« زه د کابل په دشت برچي سیمه کې پر کاج ښوونیز مرکز ترهګریز برید پر کلکو ټکو غندم. زه د برید له قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره خپله خواخوږي او خواشیني څرګندوم. دا کار یوازې د هغوی دی،چې د سولې او پرمختګ مخه نیول غواړي.»
مجاهد زیاته کړې:« د افغانستان اسلامي امارت د کابل په ۱۳ مه حوزه کې په یوه ښوونیز مرکز (کاج) برید یو لوی وحشت بولي او پر کلکو ټکو يې غندي. د دې پيښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي او د عاملینو په پيدا کولو او مجازات کولو کې به، په جدیت سره اقدامات ترسره شي.»
اخوا یونیسف هم د دغه برید غندنه کړې او پر خپله ټویټر پاڼه یې لیکلي،چې د زدکړو پر وړاندې دا ډول تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی.
دا لومړی ځل نه دی،چې کابل کې د شعیه مذهبو مرکزونه او غونډې په نښه کیږي، دغه لړۍ له تېر حکومت راهیسې دوام لري او د اسلامي امارت له واک ته رسیدو وروسته هم دا څوم ځل دی،چې دا ډول بریدونه کیږي.