• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتيکا او خوست کې زلزله ځپلي له روغتیايي چوپړتیاوو او مرستو شکایت لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/01

پکتيکا او خوست کې د ورستيو زلزلو له امله د زيانمن شویو سره که څه هم  عامې روعتيا وزرات او  د خيریه بنسټونو له لورې روغتیايي برخه کې مرستې شوي،خو بیا هم ځايي خلک ادعاء لري،چې شوې روعتيايي مرستې کمې او پر وینا یې په نشت حساب دي.

یو تن زلزله ځپلی وايي:« نه  درمل او نه هم  د نورو توکو مرسته رارسېدلې.»

روغتيايي کارکوونکي وايي،دوی زلرله ځپلو سيمو کې د ګڼ شمير زيانمن شویو ته د روغتايي درملو مرسته رسولې او د ګڼو سطحي ټپيانو درملنه یې کړې ده.

یو تن روغتیا پال میړنی ترابزی وايي:«په دغو سیمو کې شااوخوا ۹۵۰ کسان ژوبل ول. دغه راز ۱۷۵ کسان شهیدان شوي ول او ۱۸۰ کسان شدید ژوبل شوي ول،چې هغه د الوتکو په مرسته د پکتیکا مرکزي روغتون  او د کابل یو شمېر روغتونونو ته ولېږدول شول.»

ترابزی لاهم انديښنه لري،چې زلزله ځپلو سيمو کې صحي وضعيت سم نه دی او اړتيا داده،چې زيانمن شویو ته غوره روغتیايي خدمات برابر شي.

اخوا د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي بیا وايي، دوی د پکتيا او خوست زلزله ځپلو سيمو کې عملا  د روغتيايي ټيمونو په استولو بوخت دي او هڅه يې داده،چې د نورو هېوادونو له لورې مرسته شوي درمل او نورې لومړنۍ توکي هم تر اغیزمنو کورنیو ورسوي.

هغه زیاته کړه:« د مرستو کومه څپه چې راروانه ده، اسلامي امارت هغه د خپلو کمېټو له لارې،چې هلته یې برابرې کړي، په شفاف او منظم ډول به اړمنو خلکو ته ورسېږي. دا مرستې دوه برخې لري.»

په پکتيا او خوست کې د ورستيو زلزلو له امله نږدې دوه زره کورونه ویجاړ شوي، له ۱۰۰۰ زیات کسان  مړه  او له ۲ زرو زیات ژوبل شوي،چې زیات یې په دولتي روغتونونو کې بستر دي.

پر کوردننه ګڼ شمير افغانانو او د سيمي هېوادونو او موسسو له لورې اغیزمنو سره پر زياته کچه بشري او مالي مرستې شوي، خو لاهم داسې کورنۍ شته  دی،چې د سرپناه او خوراک لپاره څه نه لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې
روغتیا

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

جون 3, 2025
عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي
روغتیا

عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي

مې 31, 2025
هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو
روغتیا

هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو

مې 26, 2025
یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي
روغتیا

یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

مې 24, 2025
سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي
روغتیا

سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي

مې 22, 2025
د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې
روغتیا

د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې

مې 21, 2025

Discussion about this post

وروستي خبرونه

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

جون 12, 2025
میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

جون 12, 2025
فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

جون 12, 2025
اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

جون 12, 2025
هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

جون 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist