د کارپوهانو په وینا پاکستان تل هڅه کوي،د ترهګرۍ پړه پر افغانستان واچوي او د نړۍ والو په غلطولو سره خپلې ګټې ترلاسه کړي.
د سیاسي چارو کارپوه محمد رادمنیش وايي:« پاکستاني چارواکي تل غواړي،چې د ملګرو ملتونو او د نړۍ د انتقادونو لار چې پاکستان د ترهګرو اصلي ځاله ده،مخه ونیسي. پر دې اساس دوی د اذهانو د غلطولو لپاره ټولې ستونزې پر افغانستان اچوي.»
د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت بیا وايي، پاکستان دامهال له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ ده او په نړیواله کچه کلداره رالوېدلې ده،چې دغه پولي بېثباتۍ په یاد هېواد کې سیاسي بې ثباتۍ ته لار اواره کړې ده.
حکمت وايي، له نړیوالې ټولنې سره د ګډ سیاست لپاره باید یوازې له اسلامي امارت سره نړیوال خبرې وکړي او د اسلامي امارت له حضور پرته پاکستان سره خبرې ناکامه دي.
هغه زیاته کړه:«په افغانسان کې واقیعت داده،چې اسلامي امارت حاکمیت په لاس کې لري او له نړیوالې ټولنې سره د ګډ سیاست لپاره باید دوی وپوښتل شي او دوی سره په میز کېني. ځکه زموږ غږ په امریکا، پاکستان او نورو هېوادونو داده،چې تاسې د افغانستان په تړاو نورو ادرسونو سره خبرې مه کوئ.»
پاکستان په تازه مورد کې کابل ته وړاندیز کړی دی،چې دولت په دولت باید خبرې وشي او له هغو بربنډو خبرو تیر شي،چې د دواړو هېوادونو اړیکو باندې منفي اغیز کوي.
په تېرو ۲۰ کلونو کې پاکستان سره د لوړې کچې خبرې وشوې،خو پاکستان کابل سره خپلو ژمنو کې هېڅکله ریښتینی نه وه.