Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیکا مرستیال والي: له مرستندویه بنسټونو غواړو له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/28

د پکتیکا ولایت مرستیال والي محب الله حماس له شمشاد ټلوېزیون سره په خبرو کې وویل،چې دغه ولایت کې د وروستیو ورښتونو له کبله سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

حماس وايي،سېلابونو،مټا خان،زیړوک،ومنه،یوسف خېل،خوشامند او ګومل ولسوالیو کې د خلکو کورونه او کرنیزې ځمکې تخریب کړي دي.

حماس زیاته کړه:« سېلابونه،چې کله راغلل، په ډېرو ولسوالیو کې لکه مټاخان، یوسف خېل، خوشامند، ومنه او ګومل کې خلکو ته ډېر  مالي او ځاني زیانونه واوښت.»

حماس وایي، مرستندویه بنسټونه دې په دغه ولایت کې د زلزله ځپلو تر څنګ سېلاب ځپلو کورنیو سره هم د خوراکي توکو او سرپناوو برابرولو برخه کې مرستې وکړي.

هغه زیاته کړه:« لکه څرنګه، چې په دغو ولسوالیو کې دوی ( مرستندویه بنسټونو) دا هڅه روانه کړې،چې زلزله ځپلو خلکو ته کورونه جوړوي،  همداشان دغه خلک ( سېلاب ځپلي) هم حق لري، چې دوی ته هم کورونه جوړ شي،ترڅو ورته یوه سرپناه پیدا شي.»

یو شمیر سېلاب ځپلې کورنۍ  له اسلامي امارته او هم له  مرستندویه بنسټونو د بیړنۍ مرستې غوښتنه کوي.

په ورته وخت کې دوی وايي،شوې مرستې کمې دي او د سېلاب ځپلو کورنیو شمېر زیات دی.

د پکتیکا یو تن اوسېدونکی وايي:« سېلابونو ماته خپله هم زیان رسولی دی، خو نورو کلیوالو ته یې ډېر زیانونه رسولي دي. مرستې کېږي، خو خلک زیات دي او بسنه نه کوي.»

په دې وروستیو کې د سېلابونو تر څنګ د پکتیکا، ګیان،برمل او زیړوک ولسوالۍ زلزلې سختې وځپلې او د څو میاشتو په تیریدو سره لا هم خلکو ته په بشپړ ډول خوراکي توکي او سرپنا نه ده برابره شوې. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist