Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا او پاکستان د افغانستان په اړه خبرې کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/28

د امریکا بهرنیو چارو وزارت انټوني بلېنکن له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره لیدلي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي،چې دواړو لورو په دغه لېدنه کې د خوړو خوندیتوب، اقتصادي او د سیمې له ټيکاو سربیره د افغانستان پر قضیه هم خبرې کړي دي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي وايي، له نړیوالو سره د افغانستان په تړاو د پاکستاني چارواکو خبرې او لیدنې د دې مانا لري،چې دغه هېواد د ټولو نړیوالو اصولو خلاف نړیوالو ته ځان د افغانستان استازی ورپیژني او د افغانانو په استازولۍ  ورسره لېدنې کوي.

دوی وايي، امریکا د افغانستان قضیه د پاکستان له لارې مخ ته وړي او د دې په بدل کې پاکستان ته پیسې ورکوي .

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی  توریالی ځاځی وايي:« دا چې بلاول بوټو د افغانستان په استازولۍ له بلېنکن او په نورو ځایونو کې د نړۍ له مشرانو سره خبرې کوي، دلیل یې دادی، چې امریکا د افغانستان قضیه پاکستان ته سپارلې او د دغه هېواد له لارې یې مخکې وړي،بله داچې پاکستان دوه سریزه  لوبه کوي،له یو لوري وايي چې د افغانستان ستونزه باید حل شي او له بل لوري بیا وايي افغانستان د ترهګرۍ ځاله ده، داهم دامریکا په اشاره ترسره کوي او په بدل کې یې پاکستان پیسې اخلي.»

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی سید بلال فاطمي بیا وايي، د پاکستاني چارواکو وروستیو څرګندونو ته چې د افغانستان په تړاو یې پهخ نړیوال سټیج کې کړي دي،باید جدي ځواب ورکړل شي چې اسلام باد نور له دغه ډول کړنو لاس واخلي.

فاطمي زیاتوي:«زما وړاندیز بهرنیو چارو وزارت ته دادی،چې پاکستان ته باید جدي ځواب ورکړي،چې نور ونه شي کولی،چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي او بهر کې استازیتوب وکړي. دا مسوولیت د طالبانو د حکومت دی نه د ولس.»

دا لومړی ځل نه دی،چې پاکستاني چارواکي له نړیوالو سره د افغانستان په تړاو خبرې کوي، بلکې له دې وړاندې هم د دغه هېواد مخکیني لومړي وزیر عمران خان، بهرنیو چارو وزارت مخکیني وزیر شاه محمود قریشي څو ځله د افغانستان په تړاو له نړۍ سره خبرې کړي او په نړیوالو کنفرانسونو کې یې یو ډول ځان د افغانستان استازی بللی دی،چې د پاکستاني لوري دغه داقدام پر کوردننه له سختو نیوکو او غبرګونونو سره مخ شوی دی. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist