د سیاسي چارو شنونکي وايي،د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دا څرګندونې چې په نړیوال سټیج کې یې پر افغانستان د ترهګرۍ تور پورې کړی دی،د دښمنۍ وروستی حد دی او باید پر وړاندې یې جدي اقدام وشي.
دوی وايي، د افغانستان اوسني حاکمان دې د شریف له دغو څرګندونو درس واخلي او دا دې درک کړي،چې هېڅ کله هم پاکستان د افغانستان دوست نه شي کیدای او هغه څه چې کوي،د خپلو ګټو لپاره یې کوي.
د سیاسي چارو شنونی عزیز معارج وايي:« د پاکستان لومړي وزیر چې په نړیوال ستیج کې کومې څرګندونې د افغانستان په تړاو درلودې،دا د دښمنۍ وروستی حد دی او اوس باید چارواکي په دې پوه شي او له دې د عبرت درس واخلي،چې پاکستان هېڅ کله زموږ دوست نه شي کیدای او نه دې هم ځان د پاکستان احسان مند ګڼي.»
هلمند زیاته کړه:«د پاکستان لومړي وزیر اوسنۍ څرګندونې باید توندې ځواب شي. اوسنی نظام یې باید ځواب ورکړي او هغه څه چې واقیعت دی، نړۍ ته دې برملا کړي.»
کارپوهان وايي، د پاکستان له رامنځته کېدو تر دې دمه اسلام اباد تل پر کابل له شا ګذار کړی دی او خپله د ترهګرۍ ملاتړی دی او ټولې نړۍ ته یې صادر کوونکی ستر هېواد دی.