څو ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر تور پورې کړ،چې د پاکستان طالبانو تحریک په ګډون، القاعد، داعش او ګڼ شمیر ترهګرې ډلې افغانستان کې فعالیت لري،چې نړۍ ته ستر ګواښ کېدای شي.
د دې ترڅنګ قطر، ترکیې او ګڼو نورو هېوادونو هم د افغانستان په اړه خپلې څرګندونې کړې دي.
تازه د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان له کابل سره د مرستو ملاتړ غوښتنه کړې او پر اسلامي امارت یې غږ کړی دی،چې افغانستان د ترهګرو پر پټنځای بدل نشي.
فرحان زیاته کړې:« موږ یو ځل بیا دا تکرار کوو،چې له افغانستان سره د مرستو رسولو ملاتړ دې وشي او افغانستان باید د ترهګریزو عملیاتو مرکز یا پټن ځای نه شي.»
چین چې د نوي سرپرست حکومت له لومړۍ ورځې د حاکم نظام کلک ملاتړی دی او تل یې د لویدیځ د بندیزونو مخالفت کړی او لایې هم کوي، په یاده ناسته کې یې د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ویلي، افغانستان کې وضعیت مثبت لور ته روان دی او د یوه ټول ګډونه دولت غوښتنه یې کړې ده.
وانګ یي له نړیوالو غوښتي،چې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ، د افغانانو د ژوند د ښه والي او ترهګرۍ سره مبارزه کې کار وکړي او پر هغو هېوادونو يې هم سختې نیوکې کړې دي،چې پر کابل یې بندیزونه لګولې دي.
وانګ یي زیاته کړه:« افغانستان له ګډوډۍ د نظم لور ته د یوه اساسي بدلون په حال کې دی. د ستونزو مهمه حل لاره دا ده،چې یو ټول ګډونه سیاسي جوړښت جوړ او منځلارې تګلاره غوره شي. هدف مو باید دا وي،چې اقتصادي پرمختګ بیا پیل شي، د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره کار وشي او له ترهګرۍ سره مبارزه وشي. د دې هر څه لپاره باید له دې هېواد سره اړیکو ته لومړیتوب ورکړل شي. ځینو هېوادونو په خپله خوښه پر افغانستان یو اړخېزه بندیزونه لګولي، پراختیایي مرستې یې بندې کړي او د نورو هېوادونو شتمنۍ یې په غیر قانوني توګه کنګل کړې دي،چې دا هېڅ د منلو وړ نه دي او باید اصلاح شي.»
که څه هم اسلامي امارت د ځینو هېوادونو دغو وروستیو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو له وړاندې یې ویلې ول،چې د افغانستان خاوره به د هېڅ کوم بل هېواد پر وړاندې نه کارول کیږي او هېڅ داسې فعاله ډله نشته ده،چې د سیمې او نړی امنیت تهدید کړي. له ټولو ژمنو سره سره لا هم د نړیوالو اندېښنې پر ځای پاتې دي.