د سیاسي چارو تحلیل کوونکی سید بلال فاطمي وايي:« کوم وړاندیز،چې غربیان کوي،هغه د منلو وړ نه دی، ځکه هغوی هڅه کوي،چې خپل لاس پوڅي په حکومت کې ځای پرځای کړي. د دې لپاره یوه لار داده،چې باید لویه جرګه راوبلل شي.»
ځینې بیا وايي، د نړیوالو د دغو خبرو موخه داده،چې داسې حکومت دې رامنځ ته شي،چې ټولې پرګنې پکې ځای ولري، د ولس له مشروعیته برخمن وي او اساسي قانون دې هم ولري.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« د دې مطلب د ملي سیاسي اجماع په نتیجه کې حکومت رامنځ ته کول دي،په دې مانا چې په حکومت کې ټول افغان قشرونه، قومونه او مذاهب هغه شامل دي، په دولتونو کې د ملي مشروعیت مسله ده،په دې مانا چې ملت تاسو ومني، د ملت د منلو لپاره په افغانستان کې لویې جرګې رابلل شوي دي.»
د سیاسي چارو فعال کمال ناصر اصولي بیا وايي،پر نړیواله کچه افغانستان له یوه بد نازک سیاسي وضیعت سره مخ دی او اړینه ده،چې په دې شرایطو کې نړۍ له افغانانو سره مرسته وکړي.
اصولي وايي، غوښتنه یې دا ده،چې نړۍ باید د یوه مرکزي مقتدر مشروع دولت د جوړښت لپاره کار وکړي، نه داسې چې په دې نوم دې پخواني جنګسالاران او زورواکي بېرته نظام کې شامل کړي،چې دا له افغان ولس سره جفا ده.
هغه زیاته کړه:« افغانستان په یوه نازک حالت کې دی او نړۍ باید افغانانو ته د مرستې لاس ورکړي. یو مقتدر مرکزي دولت باید پیاوړی او جوړ شي، د دغه دولت جوړښت ته نباید د ټول شموله نوم ورکړل شي او نه هم د پخواني جنګسالارانو او هغو کسانو چې په افغانستان کې یې له زوره کار اخیستی،له هغوی سره خبرو ته د لار خلاصیدو لپاره وي، برعکس باید فعلي سرپرست دولت باید د ولس منلي دولت دروازې خلاصي شي، نه د ټول شموله په نوم باندې له جنګسالارانو سره.»
اسلامي امارت بیا له وړاندې اعلان کړی دی،چې ټول هغه پخواني افغان سیاسیون او چارواکي چې اوس له هېواده بهر دي کولی شي،خپلو کورونو ته راستانه شي، امنیت به یې خوندي وي،خو په حکومت کې ورته ځای نه شي ورکولی او نه هم په دغه برخه کې د چا غوښتنې مني.