کرن ډیکر چې افغانستان کې د امریکا د ماموریت لپاره نوې مشره ټاکل شوې، پر خپله ټویټر پاڼه یې نوې دندې ته خوښي ښودلې او ویلي یې دي، اوسنیو چارواکو سره به د خبرو اترو هڅه وکړي او د ښځو او نجونو د حقونو لپاره به کار کوي.
ډیکر زیاته کړې:« زه ویاړم،چې د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتو د ماموریت مشري کوم. زه د افغانستان له استازو او اتباعو سره خبرو ته چمتو یم او صادقانه او ازادو اړیکو ته سترګې پر لاره یم. د هغو پروګرامونو ملاتړ کوم،چې د بشري حقونو او په ځانګړې ټوګه د ښځو او نجونو حقونو ته وده ورکوي.»
که څه هم اسلامي امارت او امریکا یو بل د دوحې له تړونه پر سرغړونه تورنوي او اړیکې له همدې امله ترینګلې دي،خو د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، امریکا اصلا افغانستان نه دی هېر کړی او هڅه کوي،ورسره مستقیمې اړیکې وساتي.
د افغانستان د نوي سرپرست حکومت له یوه کال زیات وخت تیریږي،خو لا هم هیڅ کوم هېواد پر رسمیت نه دی پیژندلی او نه یې کومه لېوالتیا ښودلې ده.
شنونکي وايي، امریکا چې د نړۍ یو زبرځواک هېواد دی،په دې کار سره به د نورې نړۍ پام هم افغانستان ته واړوي او خپلو ډيپلوماټيکو اړیکو ته به دوام ورکړي.