Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: لویدیځ په افغانستان خپلواک نظام نه غواړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/25

د ملګرو ملتونو د ۷۷ یمې عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د امریکا، اورپايي ټولنې، ملګرو ملتونو،بریتانیا،فرانسې او جرمني په ګډون د یو شمیر نورو هېوادو ځانګړو استازو د افغانستان په تړاو ځانګړې ناسته کړې. 

په دغه ناسته کې پر دې ټینګار شوی  دی،چې یو باوري ټولګډونه حکومت موجودیت، ملي مذاکرات او سیاسي سیسټم رامنځ ته کول،په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره اړین دي. 

خو  د سیاسي چارو کارپوهان وايي،هغوی چې د افغانستان لپاره د ټول شموله حکومت غوښتنه کوي،په خپلو هېوادونو کې یې د داسې نظام بیلګه نه شي وړاندې کولی او دغه ډول څرګندونې یو ډول پلمه دهؤچې لویدیځوال یې د افغانستان اوسني نظام پر وړاندې مطرح کوي. 

دوی وايي،لوېدیځ په افغانستان کې خپلواک او مرکزي نظام نه غواړي او اوس یې پر وړاندې دغه ډول دسیسې مطرح کوي. 

د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:« که تاسو د نړۍ ټول حکومتونه تر څېړنې لاندې ونیسئ، ټوله نړۍ  کې ټول شموله نظام شتون نه لري. دا د اروپايانو یوه پلمه ده. دوی نه غواړي،چې په افغانستان کې یو ازاد،خپلواک او یو مرکزي نظام وي ، که چیرې د ټول شموله حکومت مسله مطرح کیږي،نو باید بنسټګر یې د افغانستان اوسنی اسلامي امارت وي.»

 ځینې نور بیا وايي،داسې بریښي،چې په افغانستان او سیمه کې د ځینو بدلونونو لپاره بستر جوړونه روانه ده او د دغو څرګندونو موخه هم په راتلونکې کې د پیښېدونکو عواقبو مسوولیت پر افغانانو تپل دي،چې باید اوسنی حکومت یې پر وړاندې جدي واوسي. 

د سیاسي چارو کارپوه قریب الرحمان شهاب وايي:« داسې ښکاري،چې په افغانستان او سیمه کې د ځينې بدلونونو لپاره بستر سازي کیږي او له هغې وروسته د رامنځته کطدونکو پیښو له عواقبو د خلاصون لپاره هر لوری نظریات وړاندې کوي،چې په راتلونکې کې مسوولیت دوی ته نه بلکې افغانانو ته متوجه وي. دا یوازې د پردې تر مخ خبرې دي او تر شا یې  نورې قضیې دي،چې باید افغانان ورته متوجه واوسي.» 

اسلامي امارت بیا له وړاندې ویلي، حکومت یې ټول شموله دی او د ټولو سیمو او ولایتونو استازي یې په کابینه کې ونډه لري او له حکومته د باندې سیاسي فعالیتونه لکه په تیر کې یې چې نتیجه نه درلوده اوس هم ګټور نه دي. 

په دغه ناسته کې چې ۱۵ ماده ییز پریکړه لیک یې هم درلود،په افغانستان کې پر بشري  حقونو،د ښځو  کار او زده کړو پر حقوقو هم ټینګار شوی دی او په دې تړاو د ملګرو ملتونو له هغه راپور هم هرکلی شوی دی،چې اسلامي امارت له حقایقو لرې بللی وه.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist