متقي زیاتوي:« زموږ امنیت نن تر هغې کچې پورې پیاوړی دی،چې دښمن مو یوازې او یوازې د سړک پر سر یا جومات کې برید کولی شي، پر یوه پوسته یا دولتي ودانۍ باندې د برید جرات نه شي کولی او نه هم امکانات لري. دا د ښه امنیت نښه ده. د نړۍ مغرضې کړۍ او استخبارات پر دې بوخت دي، چې افغانستان نړۍ ته د تروریزم مرکز معرفي کړي.»
د افغانستان پخواني ولسسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف څرګندونې،چې ګواکې تروریستي ډلې په افغانستان کې مرکزونه او فعالیت لري، نا سمې او له واقعیته لرې بللي.
هغه زیاته کړې:«له کلونو کلونو پېښو دا ثابته شوې،چې د مسئلې حقیقت کاملاً برعکس دی، یعنې افغانستان د تروریزم قرباني دی او د تروریستي ډلو ځالې له لسیزو راهيسې ترننه پورې په پاکستان کې دي او د پاکستان د حکومت تر مستقیم ملاتړ لاندې له هغه ځایه د افغانستان پر خلاف استعمال کېږي.»
په ټولنیزو رسنیو کې هم د پاکستان د لومړي وزیر څرګندونې غندل شوي او پاکستان د ترهګرو پټن ځای بلل شوی دی.
د سیاسي چارو شنونکي وايي، په تیرو شلو کلونو کې شواهد او اسناد ښي،چې وسله والې ډلې تل د پاکستان استخباراتو روزلي او افغانستان کې یې د خپلو ګټو لپاره جنګولي دي او د افغانستان او سیمې امنیت او ثبات تل د پاکستان د خاورې څخه ننګول شوی دی.
دغه راز شنونکي وايي، پاکستان تل هڅه کړې،چې افغانستان په نړیواله انزاو کې وساتي.
د دوی پر وینا،د پاکستان ګټې د افغانستان په جګړه دي او تل پاکستاني چارواکي هڅه کوي، افغانستان له یوې بلې جګړې سره مخ کړي.
د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي:« دوی( پاکستان) تل داسې سیاست لوبولی دی،چې نړۍ ته یې داسې ښکاره کړي،چې پاکستان د تروریزم ضد دی او په افغانستان کې تروریزم روزل کېږي. افغانانو تر اوسه پورې خپل ابدي دښمن نه دی پېژندلی دی.د پاکستان استخبارات،جنرالان او د پاکستان نظام د افغانانو او د افغانستان ابدي دښمن دی.»
د شنونکو په باور،پاکستان د افغانستان په تړاو تل جګړیز دریځ نیولی او بهرنۍ تګلاره یې د افغانستان پر بې ثباتۍ ولاړه ده.
دوی وايي،اسلامي امارت باید د پاکستان پر وړاندې خپل سیاست سخت کړي او افغانستان کې د دوی لاسوهنه بنده کړي.