Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

 د پکتیکا کډوالو چارو ریاست: ګیان برمل او زیړوک ولسوالیو کې زلزله ځپلې کورنۍ سرپنا او خوراکي توکو ته بېړنۍ اړتیا لري 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/25

د پکتیکا ولایت کډوالو چارو ریاست مشر عبدالرحمن هاشمي وایي، لا هم د دغه ولایت په ګیان،برمل او زیړوک ولسوالیو کې زلزله ځپلي خلک سرپنا او خوراکي توکو ته بېړنۍ اړتیا لري.

هاشمي وايي،د ژمي په رانږدې کیدو سره ګیان، برمل او زیړوک ولسوالیو کې د بې ځایه شویو کورنیو ستونزې لا پسې ډېریږي او بېړنیو مرستو ته اړتیا پیداکوي. 

هغه زیاته کړه:« د زلزله ځپلو ډېری سیمو خلک سرپنا نه لري. دا خلک سرپنا ته ډېره اړتیا لري. دغه راز له سرپنا سربېره دوی خوراکي توکو ډېره اړتیا لري،چې باید دې خلکو(زلزله ځپلو) ته ورکړل شي،ځکه بغیر له خوراکي توکو نه کېږي.»  

په ورته  وخت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (یو.این.ایچ.سي.ار) په پکتیکا کې له شااوخوا هغو ۲۰۰ کورنیو سره د ۷۰۰ ډالرو نقدي مرسته وکړه،چې د جګړو له کبله بې ځایه او په خپله خوښه خپلو مېنو ته ستنې شوې دي. 

د  وېسټا موسیسې استازی مطیع الله وايي:« له هرې کورنۍ سره د ۷۰۰ امریکايي ډالرو د (یو.این.ایچ.سي.ار) په مالي ملاتړ مرسته کېږي. دا هغه کورنۍ دي،چې پخوا د جګړو له امله ښرنې ته بې ځایه شوي ول. د اسلامي امارت په راتګ سره دوی بېرته خپلو سېمو ته راستانه شول.» 

خپلو مېنو ته ستنې شوې کورنۍ وایي، جګړو او سېلابونو یې کورونه ویجاړ کړي او له بد اقتصادي حالت سره مخامخ دي.

دوی وایي، دغه نقدي مرسته یې ستونزې نه شي هوارولی او راتلونکي کې یې هم باید لاسنیوی وشي. 

د پکتیکا کډوالو چارو ریاست د مالوماتو له مخې، لا هم په  دغه ولایت کې شااوخوا څلور زره داسې کورنۍ شته دي، چې د جګړو له کبله بې ځایه شوي او تر اوسه پورې خپلو مېنو ته نه دې ستنې شوي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist