د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي،د پېښې ټول قربانیان ملکیان دي او د ماشومانو په ګډون اووه کسانو ژوند بایللی او ۴۱ نور ټپيان دي.
له اسلامي امارت پرته هم پر کور دننه او بهر دا بريد په سختو ټکو غندل شوی دی.
د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي او کابل کې د امریکا سفارت په یو ټویټ کې دا برید نه بښونکی جنایت بللی دی.
کابل کې د امریکا سفارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:« د امریکا متحده ایالات په کابل کې د وزیر اکبر خان جومات بهر پر لمونځ کوونکو وحشیانه برید پر ککله غندي او دا ډول بریدونه د توجیح وړ نه دي. موږ د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوو او ټپیانو ته د ژر تر ژره روغتیا هېله کوو.»