Skip to content
د برښنا شرکت عملیاتي مشر صفي الله احمدزی وایي، په پکتیا ولایت کې د دغې پروژې لګښت،چې شااوخوا ۷۰۰ میلیونه افغانۍ کیږي،د اسیا پراختیایي بانک ورکړی دی.
احمدزی وايي،د دغه پروژې په بشپړیدو سره مرکز ګردیز او وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې شا اوخوا نهه زره کورنۍ له برښنا برخمنې شوې.
احمدزی زیاتوي:« الحمد الله د اسلامي امارت په راتګ، عزم او ارادې سره دا پروژې چې عمومي لګښت یې ۷۰۰ میلیونه افغانۍ ته رسېږي، ترسره شوې. دا پروژې د اسیا پرمختیايي بانک پر ملاتړ ترسره شوې.»
د پکتیا برښنا شرکت مشر انورشاه بیا وايي،عوایدو کې یې زیاتوالی راغلی او تیر یوه کال کې یې هغه میلیونه افغانۍ راټولې کړي،چې د جمهوریت پر مهال خلک او پخواني چارواکي ترې پوروړي ول.
هغه زیاته کړه:« هغه پخواني پورونه چې ول، د جمهوریت د وخت، چې ډېری پخواني دولتي چارواکي پوروړي ول، الحمد الله ډېری هغه پورونه مو هم اېستلي. دلته داسې پخواني چارواکي او زورواکي ول،چې ۸۰۰ زره ،۹۰۰ زره، ۷۰۰ زره او ۴۰۰ زره افغانۍ پوروړي ول. »
د پکتیا یو شمیر اوسېدونکي له برښنا شرکت او په ټولییز ډول له اسلامي امارته غواړي، چې ټولو ولسوالیو ته دې په متوازن ډول برښنا وویشي.
د پکتیا یو تن ا وسېدونکی وايي:« برښنا یوه عام المنفعه پروژه ده، یو لوی نعمت ده، له دې نعمته ډېر خلک محروم پاتې شوي دي.»
خو د برښنا شرکت عملیاتي څانګه وایي،پر داسې یوه پلان کار کوي،چې له مخې به یې د پکتیا ټولو هغو سیمو ته برښنا ورسیږي،چې تر اوسه ورته نه ده ویشل شوې.