Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: د افغانستان په استازیتوب له بل هېواد سره د امریکا خبرې بې پایلې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/22

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې سره لېدلي او د افغانستان په اړه یې سره خبرې کړي دي.

د سیاسي چارو کارپوهان  پر امریکا نیوکه کوي،چې د افغانستان په تړاو خبرې او بحثونه دې د پاکستان او یا هم د کوم بل درېیم هېواد پرځای په مستقیم ډول  له افغان حکومت سره مطرح کړي. 

دوی وايي،له پاکستان سره د افغانستان په  تړاو خبرې پایله نه ورکوي او نړۍ باید د افغانستان په تړاو له پاکستان سره له خبرو ډډه وکړي. 

سیاسي فعاله ډیوه پتنګ وايي:« پر نړیواله کچه د افغانستان په تړاو د امریکا او پاکستان ترمنځ بحث په دې مانا دی،چې په اصل کې دغه هېوادونه د افغانستان ولس  ته په درنه سترګه نه ګوري. د افغانستان په استازیتوب له بل هېواد سره د امریکا خبرې او ناستې پایله نه لري،باید په مستقیم ډول له افغان حکومت سره خبرې وشي،چې نتیجه ورکړي. امریکا او نور هېوادونه باید له داسې ناستو خود داري وکړي،چې افغانستان په کې ونډه ونه لري.» 

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي، پاکستان تل د افغانستان پر وړاندې دوه مخی سیاست لوبوي او اوس یې هڅې پیل کړي،چې نړۍ افغانستان ته د دوی له لید وګوري او وروستي حرکتونه یې په دې مانا دي،چې اسلام باد غواړي کابل د خپل ډیپلوماتیک اغیز لاندې راولي.

ځلاند زیاته کړه:«پاکستان تل د افغانستان په تړاو خپل دوه مخی سیاست پرمخ وړي. پاکستان هڅه کوي،چې نړۍ افغانستان ته  د دوی له عینکو وګوري،په دې وروستیو کې ځینې خوځښتونه د پاکستان له لوري پیل شوي،چې غواړي د اسلامي امارت چارواکي د خپل سیاسي او  ډ‌یپلوماتیک اغیز لاندې راولي.» 

ځینې بیا په دې باور دي،چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ۴۰  کلنې لاس وهنې موخه همدا وه،چې په نړیوال سټیج کې د افغانستان استازیتوب وکړي او اوس،چې افغانستان له نړۍ لرې پاتې دی، اسلام اباد ته د دغه کار ښه فرصت برابر شوی دی.

دوی وايي، د افغانستان په استازیتوب له نړۍ سره د پاکستان خبرې د افغانانو حیثیت ته زیان رسولی او اسلامي امارت باید د دغه حیثیت د بېرته ترلاسه کولو لپاره نړۍ سره تعامل وکړي.

سیاسي فعال کمال ناصر اصولي  وايي:« په تیرو ۴۴ کالو کې د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاس وهنې موخه دا وه،چې په نړیوال سټیج کې پاکستان د افغانستان استازيتوب وکړي او افغانستان د پاکستان سیال ونه اوسیږي او نړیوالو مباحساتو کې افغانستان حضور ونه لري او افغانستان د پاکستان له لارې خپل سیاست مخته یوسي. دا ارمان یې پوره شوی دی او اسلامي امارت باید افغانستان د نړیوال حیثیت لپاره له  نړۍ سره تعامل وکړي.» 

په تیر یوه کال کې دا لومړی ځل نه دی،چې پاکستان د افغانستان په استازیتوب له نړیوالو سره ناستې او خبرې کوي،له دې وړاندې یې هم دغه ډول کړنې ترسره کړي او پر کور دننه له سختو غبرګون سره مخ شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري
فرهنگ او هنر

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist