ښوونکې حسنا رسولي وايي:« کومه برنامه چې امریکا روانه کړې د ښځو لپاره ډېره ګټوره ده. ځکه ښځې حق لري څو اقتصادي ځان بسیاینې ته ورسیږي او وروستیو کې ښځې ډېرې زیانمنې شوې او د تعلیم له حقه محرومې شوې دي.»
له دې سره یو شمیر افغان ښځې وايې،دوی ته دې د کار زمینه برابره شي او د زده کړو پر وړاندې شته خنډونه دې هم له منځه ولاړ شي.
دولتي کارکوونکې لېمه ناصري وايي:« کار د هرې ښځې شرعي حق دی. اسلام هر ښځې ته د تعلیم، کار او پر خپلو پښو درېدو حق ورکړی دی. ښځې د ټولنې نیمه برخه تشکیلوي. کله چې ښځه دنده ولري نو کولی شي خپل او د کورنۍ اقتصاد پر پښو ودروي. ډېری ښځې دي چې د خپلو کورنیو سرپرستې دي او که کار ونه لري نو نشي کولی خپل ورځنی ژوند مخته یوسي.»
له تیر یوه کال راهیسې هغه ښځې،چې په مخکیي حکومت کې يې کار کاوه، د اسلامي امارت په راتګ سره دوی له کاره بې برخې شوي او پرکور کینول شوې دي.