Skip to content
د پکتیا ولایت کرنې او مالدارۍ ریاست مشر عبدالروف سعید وایي، په دغه ولایت کې سږ د جلغوزیو حاصلات ۵۰۰ مټریکه ټنه اټکل شوي دي.
سعید وايي،سږ کال د تیر کال پرتله د جلغوزیو حاصلات کم دي، خو پر وینا یې بیې یې لوړې دي.
سعید زیاته کړه:« سږ کال د پکتیا ولایت د جلغوزیو حاصلاتو کوم ارزونه مو چې کړې،یا مو کوم مالومات کړي دي، شااوخوا ۵۰۰ مټیریکه ټنه حاصلات لرو. د تېر کال پرتله سږ کال د جلغوزیو په حاصلاتو کې یو څه کموالی راغلی دی.»
سعید وایي، اسلامي امارت په ټولییز ډول د جلغوزیو لپاره د نړیوال بازار په هڅه کې دی او نږدې راتلونکي کې به ایټالیا ته ۱۸ زره کیلو ګرامه صادر شي.
هغه زیاته کړه:« ۱۸ زره جلغوزي ایټالیا ته سږ کال صادر کېږي،په راتلونکې له نورو هېوادونو سره هم پر لوړه سطحه خبرې روانې دي.»
داسې اندیښنې شته دي،چې سږ کال به هم د جلغوزيو ډېره برخه پاکستان ته قاچاق او هغه هېواد به یې په خپل نوم صادر کړي .
یو شمیر پانګه وال بیا له اسلامي امارته غواړي،چې ګاونډیو هېوادونو ته دې د جلغوزیو د قاچاق مخنیوی وکړي.
ځنګل لرونکي هم سږ کال د جلغوزیو حاصلات د نورو کلونو پرتله کم بولي او وایي،لامل یې وروستي اورښتونه دي.