Skip to content
د اسلامي امارت د بنسټ ګر ملا محمد عمر اخوند نږدې ملګری بشر نورزي له شااوخوا ۱۷ کاله زندان وروسته له ګانتانامو د امریکا د سمندري ځواک د پخواني سرتیري او انجنیر مارک فریرکس سره تبادله کې را خوشی شو.
مارک چې ۲۰۲۰ کال کې د اسلامي امارت لخوا نیول شوی و، له نږدې ۳۱ میاشتو زندان له اوږدو خبرو اترو وروسته ازاد او وړمه ورځ امریکایي لوري ته وسپارل شو.
له دغې تبادلې وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن په اعلامیه کې دا ډول پریکړې سخته بللې،خو ویلي دي چې د خپلو وګړو د خوندیتوب لپاره هر ډول پرېکړې ته چمتو دی.
هغه زیاته کړې:« د مارک خوشيې کولو لپاره د خبرو اترو یوې بریالې حل لارې ستونزمنې پریکړې ته اړتیا درلوده،چې ما ساده نه بلله. که څه هم دا ډول پریکړې اسانه نه دي،خو دا زموږ دنده ده، چې د نړۍ په نورو هېوادونو کې زنداني امریکایي وګړي راخوشې کړو. دا هڅې به تر هغې روانې وي،چې دوی له خپلو کورنیو سره بیا یوځای شوي نه وي.»
دغه راز بایډن ویلي، دا کار یې په یوازې ځان نه دی کړی او له نورو بهرنیو همکارانو سره له اوږد مهاله هڅو وروسته بریالي شوي،چې د هغوی له همکاریو مننه کوي.
هغه زیاته کړې:« د مارک خوشې کول زموږ د حکومت، نورو متحدو حکومتونو او ملکي کارکوونکو له لوري د کلونو نه ستړي کېدونکو هڅو پایله ده. زه غواړم، له دوی د ټولو هڅو په خاطر مننه وکړم.»
د دې تر څنګ د امریکا بهرنیو چارو وزیر هم په دې تړاو اعلامیه خپره کړې او ویلي دي،چې مارک خپل کور ته پر لاره دی.
هغه د خپلو همکارانو په ځانګړي ډول د قطر له حکومته مننه کړې،چې له سختو خبرو اترو وروسته په دې کار بریالي شوي دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي:« د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو پخوانی سرتیری مارک فریرکس له دوو کلونو بند وروسته له افغانستانه د خپل کور پر لور روان دی. زموږ د بهرنیو چارو وزارت له ټیم او زموږ د ملي امنیت د نړیوالو متخصصینو او همدارنګه په قطر کې له همکارانو مننه کوم. خپلو خپلوانو ته د مارک بېرته ستنیدل له طالبانو سره د سختوخبرو پایله ده.»
اسلامي امارت هم د بشر نورزي خوشې کېدل یوه لویه لاسته راوړنه بولي او ډاډ ورکوي،چې د نړۍ په هر ځای کې چې کوم افغان بندي وي پوښتنه به یې کوي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د بشر نورزي او فریریکس تبادله د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د اړیکو یو نوی پړاو بللی دی.