Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: له ترهګرۍ سره مبارزه ګډوهمکاریو ته اړتیا لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/20

له تیر یوه کال راهیسې سیمه او نړۍ همدا اندیښنه لري،چې په افغانستان کې ترهګري د پراخېدو په حال کې ده او له اسلامي امارته یې غوښتنه داده،چې باید پر وړاندې یې جدي مبارزه وکړي. 

کارپوهان وايي، له اسلامي امارته  د امریکا په ګډون  د نړۍ او سیمې دا غوښتنه،چې د ترهګرۍ پر وړاندې دې مبارزه وکړي ناسمه ده،ځکه هر ډول بندیزونه یې پرې لګولي، امکانات یې په واک کې نه ورکوي او په رسمیت یې نه پیژني

دوي وايي،له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره سیاسي،اقتصادي او استخباراتي ګډې مرستې اړینې دي، هغه څه چې نړۍ یې د افغانستان له اوسني حکومت سره نه لري او بیاهم ترې د همکارۍ تمه کوي. 

د سیاسي چارو کارپوه زلمی نصرت وايي:«د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه سیاسي، اقتصادي او اسخباراتي ګډو مرستو ته اړتیا لري،سره له دې چې نړیوال ورسره هیڅ ډول همکاري نه کوي بیا هم طالبان په دغه برخه کې تر ډېره بریده بریالي دي. دا سمه خبره نه ده،چې په رسمیت دې نه پیژنم،همکاري درسره نه کوم،خو ترهګرۍ سره مبارزه درنه غواړم،که له طالبانو سره د نړیوالو تعامل همداسې وي،نو ټوله سیمه به ناامنه شي.» 

ځینې نور بیا وايي،د جمهوریت پرمهال د نړۍ ټولو استخبارات له هر ډول امکاناتو سره افغانستان ته راغلي ول،چې ترهګري له منځه یوسي،خو پاتې راغلل، اوس چې یې پر اسلامي امارت هر ډول بندیزونه لګولي اومحدود امکانات په واک کې لري، له ترهګرۍ سره د مبارزې غوښتنه ترې کوي، دا یو ډول ناانصافي ده،چې نړۍ یې دافغانستان له اوسني حکومت سره کوي. 

سیاسي فعاله دیوه پتنګ وايي:«  له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره دلته په افغانستان کې د نړۍ ټول استخبارات راټول شوي و او هر ډول امکانات یې په واک کې درلودل،خو بیاهم پاتې راغلل او ونتوانیدل،چې ترهګر له منځه یوسي او په سیمه کې امنیت راولي، اوس چې دغه غوښتنه له طالبانو کوي،هغه هم په خالي جیبونو، نه رسمیت پیژندنې او کمو امکاناتو باندې غواړي ،رهګر له منځه یوسي دا یو خیالي فکر دی.» 

بل پلو د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي، نړیوالو د افغان ولس د غمیزې د کمولو امکانات بند کړي او اسلامي امارت تر اوسه نه دی توانیدلی دی،چې له نړۍ سره ګډه ژبه پیدا کړي او دا هغه ستونزې دي،چې قرباني یې عام افغانان دي. 

حکمت  زیاته کړه:« نړیوالې ټولنې د خپل غلط سیاست په واسطه باندې د افغان ملت د غمیزې د کمولو  امکانات لا محدود کړي دي او  اسلامي امارت د خپلو ځینو غلطو سیاستونو باندې نه دي توانیدلي،چې له نړیوالې ټولنې سره ګډه ژبه پیدا کړي،  د دې وخت رارسیدلی دی،چې هم اسلامي امارت او هم نړیواله ټولنه د دې ملت د حق د ورکړې لپاره لاس په کار شي.» 

کارپوهان وايي، که د افغانستان له نوي حکومت سره د نړۍ تعامل همداسې وي او په رسمیت یې ونه پیژني،نو د ترهګرۍ دغه اور چې دمګړۍ ورسره اوسنی افغان حکومت لاس او ګریوان دی، د نړۍ او سیمې هېوادونو ته هم ورسیږي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist