Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: اسلامي امارت د بهرنیو اړیکو لپاره اندېښنه نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/19

 د ۲۸ ورځو په تیریدو  سره لاهم د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړي په دې سره نه دي سلا شوي،چې د اسلامي امارت پر مشرانو د سفر بندیز تمدید او یایي پای ته ورسوي،خو د اوس لپاره د اسلامي امارت له ۱۳ چارواکو یو یې هم نه شي کولای،بهر ته په سفر لاړ شي.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي،د اسلامي امارت په تړاو د نړیوالو دریځ جدي نه دی او اسلامي امارت ټول تمرکز هم پر خپل کورني سیاست دی.

دوی وايي، مخکې له دې چې وضیعت نور هم خراب شي، اسلامي امارت ته په کار ده،چې د ملګرو ملتونو په وسیله د امریکا له متحده ایالتو  سره خبرو ته کېني او د دوحې هوکړه دواړه لوري عملي کړي.

د افغان ملت ګوند مشر  ستانګل شیرزاد  وايي:«  تر اوسه پورې د نړیوالو او  په ځانګړې توګه د امریکامتحده ایالتو سیاست دا وه،چې پر طالبانو سیاسي او اقتصادي فشار واچوي او ترڅنګ یې تعامل هم وي، ترڅو طالبان د دوحې تړون ته راوګرځوي او هغه عملي کړي،خو اوس داسې ښکاري،چې د سیاسي او اقتصادي فشار ترڅنګ نظامي فشار یې هم اچولی دی.» 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دوه ځلې ناسته وکړه،چې د اسلامي امارت پر مشرانو بندیزونه ولګوي،خو د روسیې او چین د مخالفت له امله ناستې بې پایلې پای ته ورسېدې.

د سفرونو د محدویت له امله د شانګهای په ۲۲ مه سرمشریزه کې د اسلامي امارت استازو ګډون ونه شو کړای.

خو د سیاسي چارو شنونکي بیا پر  اسلامي امارت  نیوکه کوي،چې بهرنیو اړیکو لپاره اندېښمن نه دي او ټول پام یې کورني سیاست ته اړولی  دی. 

د سیاسي چارو شنونکی اسد ندیم وايي:« په ظاهره طالبان د بهرنيو اړیکو په تړاو اندېښمن نه دي،د سیمې او نړۍ موضیع ګیري تر اعلامیې پورې ده،کوم جدي دریځ نه ده. طالبان تر ډېره داخلي سیاست ته متوجې دي.» 

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي بیا وايي،اندېښنه دا ده،چې هڅه کېږي،افغانستان له نړیوالو ګوښه وساتل شي.

فرهادي زیاتوي:« په نړۍ کې یو منفي زیګنال ده،چې افغانستان د نړیوالو له سترګو لرې بیایي او دا منفي زیګنال ورکوي. پرته له دې چې خبرو ته اړتیا وي په سکایپ او زوم هم کېږي،لکه د روسیې سفارت باندې له برید وروسته متقي سرګي لاروف سره خبرې وکړې.» 

اسلامي‌امارت په یوکال کې ونه توانېده،چې نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي او ملګرو ملتونو کې خپل استازی ځای پرځای کړي. 

نړیواله ټولنه هم پر خپل دریځ ولاړه ده او یوه کال کې یې ونه شوای کړای،چې له اسلامي امارت سره تعامل وکړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist