Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنه: د نجونو د زده کړو او کار موضوع د افغانستان اقتصادي ثبات پورې تړلې 

د نجونو ښوونځیو له تړل کېدو یو کال پوره شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/19

ه هېواد کې له  یو کلن ځنډ وروسته لاهم د اسلامي امارت له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې بندې پاتې دي. 

سره له دې چې په دغه موده کې د اسلامي‌امارت چارواکو د ښوونځیو خلاصولو ژمنې کړي، خو لا نه دي عملي شوي.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښوونځیو په اړه خبرپاڼه خپره کړې او تیر ښوونیز کال یې له ننګونو او ستونزو ډک بللی دی.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ( یوناما) سرپرست مارکس پوتزل وايي:« دا یوه غمجنه، د شرم وړ او په بشپړه توګه د مخنیوي وړ کلیزه ده. له شپږم ټولګیو پورته د نجونو روان محرومیت هېڅ ډول توجیه نه لري. د نړۍ هېڅ بل ځای کې داسې نه شته دی.» 

کارپوهان په دې باور دي،چې یاده ستونزه به ډېرۍ کورنۍ  دیته اړې کړي،چې د نجونو د زده کړو لپاره  د جلا وطنۍ لاره غوره کړي.

د سیاسي چارو کارپوه فضل الله ممتاز وايي:« د افغانستان ډېری وګړي اړ کېږي څو خپل هېواد د ښوونې له کبله پرېږدي. ایا دا مو درک کړې چې اوس په هره کورنۍ کې اروايي ناروغۍ رامنځته شوې. د مور او پلار او اولادونو تر منځ یې نفسي او ټولنیزې ستونزې را پیدا کړې. د دې مخنیوي لپاره باید د ا.ا.ا مسوولین په دې تړاو بېړني اقدامات ترسره کړي او ښوونځي دې پرانیزي.» 

ښوونکې هم اندیښنه لري او له اسلامي امارته غواړي،چې نور دې ښوونیز بهیر نه ځنډوي او نجونو ته دې اجازه ورکړي،چې ښوونځيو ته  ولاړې شي.

ښوونکې حسنا رسولي وايي:« څه باندې یو کال کېږي چې نجونې له ښوونځیو محرومې دي. په ځینو سړو ولایتونو لکه کابل کې له نجونو د تعلیم حق اخیستل شوی او د ښوونځیو دروازې تړلې دي. په ځینو تودو ولایتونو لکه ننګرهار کې ښوونځي پرانیستل شوي خو نجونو ته د تعلیم حق نه دی ورکړل شوی. د کورنیو او قومي مشرانو غوښتنه دا ده څو ا.ا.ا د نجونو ښوونځي پرانیزي او دوی ته د ښوونې حق ورکړي.» 

واک ته د اسلامي‌امارت له رسیدو وروسته د نجونو پرمخ متوسطه او لیسې تړل شوي او نجونو ته اجازه نه ورکول کیږي،چې ښوونځيو ته ولاړې شي.

دغې پرېکړې پر کوردننه او نړیواله کچه غبرګونونه پارولي او په ټوله کې غوښتنه له اسلامي امارته دا ده،چې زده کړې د نجونو اساسي حق دی او دغه حق دې ورکړل شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist