خو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي بیا وايي، جمهوریت چې ټولې نړۍ او سیمې منلی و،د هغه حکومت ټول مامورین اوس هم پر خپلو دندو دي او په کابینه کې د هر قوم او سیمې استازی او وزیر لري.
متقي وايي،د افغانستان اوسنی حکومت،چې له ټولو اقوام تشکیل دی افغان شموله دی او باید نړۍ او سیمه یې هم د یوه ټول ګډونه حکومت په توګه ومني.
هغه زیاته کړه:« د اشرف غني د حکومت،خو یوازې امرالله صالح او اشرف غني له هېواده وتښتیدل،نور خو ټول حکومت موږ ته راپاتې شو. ۵۰۰ زره مامورین یې له موږ سره کار کوي او معاش ورکوو. که هغه حکومت افغان شموله وه، نو زما ولې نه دی؟ که پرون د پنجشیر وزیر وه، نن یې هم لرم، پرون بدخشانی وزیر وه، نن هم په کابینه کې بدخشانی وزیر شته دی. د فاریاب شته، د کندهار شته، د ننګرهار شته،د پکتیا د کابل شته او د لوګر وزیر شته. نو ولې زما حکومت افغان شموله نه دی او هغه افغان شموله وه.»
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند بیا وايي، په هغو برخو کې چې د شانګهای غړیو هېوادونو یې د افغانستان حکومت غوښتنه کړې،تر ډېره ځایه پرمختګونه شوي دي،خو د شانګهای په راتلونکو ناستو کې دې د اسلامي امارت استازو ته هم بلنه ورکړي،چې ځینې ستونزې د یوه ګډ میکانیز له لارې پر ګډه حل کړي.
ځلاند زیاته کړه:«په دغه برخه کې چې د شانګهاي ناستې ګډونوالو یې غوښتنه کړې، پرمختګونه شوي دي، که چیرې د شانګهای په راتلونکې ناسته کې طالب استازو ته بلنه ورکړل شي او په دې برخه کې یو ګډ میکانیزم رامنځ ته شي،غوره به دا وي،چې افغانستان او سیمه وشي کولای،چې پر ګډه دغو مسایلو ته د حل لارې پیدا کړي.»
د شانګهای همکاریو سازمان ناسته،چې د ازبکستان په کوربتوب د تیرې پنجشبنې په ورځ پیل شوې دوه ورځ یې دوام وکړ او جمعې په ورځ پایته ورسیده،په دغه ناسته کې چین ، روسیې، هند، پاکستان او د ایران په شمول د سیمې ګڼ شمیر نورو هېوادونو هم ونډه درلوده.