د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د شانګهای همکاریو سازمان ناسته د وینا پر مهال پر اسلامي امارت غږ کړی دی،چې د ترهګرو ځپلو لپاره جدي ګامونه پورته کړي او اجازه دې ورنه کړي،چې د سیمې هېوادونه وګواښي.
اسلام اباد دغه غوښتنه داسې مهال کوي،چې له کلونو راهیسې دغه هیواد د ترهګرو په روزنه تورن دی او تازه ترې واشنګټن غوښتي،چې له کوردننه د ترهګرو پر وړاندې جدي ګامونه واخلي.
د سیاسي چارو تحلیل کوونکي په دې باور دي،چې نړۍ ته د پاکستان دوه مخي ښکاره شوې او اوس له دغه ستر تاریخي مسوولیته د خلاصون لپاره پر افغانستان تور پورې کوي.
د سیاسي چارو تحلیل کوونکی توریالی ځاځی وايي:« دا د دې لپاره چې نړیوالو هېوادونو په دې سیمه کې سیاسي اهداف درلودل او له پاکستانه یې ملاتړ کاوه، خو پر دې ښه پوهېدل،چې پاکستان کې تروریستي ډلې روزل کېږي. کله چې خپل موخو ته ورسېدل، امریکایانو دا غږ وکړ،چې په پاکستان کې ترهګرې ډلې باید وځپل شي، نو همدې لپاره شهباز شریف غواړي،چې له دغه لوی تاریخي مسوولیته ځان او پاکستان وژغوري.»
د سیاسي چارو تحلیل کوونکی معین څمکنی وايي، دا چې له کلونو راهیسې پاکستان د نړۍ په خړ لیست کې شامل دی، پر وینا یې دغه هېواد تور لیست ته د تللو مخنیوي په خاطر دغه هڅې پيل کړي دي.
هغه زیاته کړه:« پاکستان څو کاله کېږي،چې په خړ لیست کې دی. یو لامل یې دا دی،چې پر دوی باندې تور دی، چې د ترهګرو پاللو لپاره او د هغوی لپاره د تمویل مسله ده. موږ او تاسو ګورو،چې افغانستان په اوسني حالت کې، د خپل قلمرو ساتلو وړتیا هم نه لرو. دفاعي ځواکونه لرو،چې کومو ته اړتیا ده، ان رادار نه لرو،چې موږ وګورو، چې پر قلمرو مو څه تېرېږي. نو د دوی لپاره دا ډېر اسانه ده،چې هغوی ( پاکستان) ترهګرو پر موږ وتپي.»
پاکستان چې تل یې د افغانستان له ضعف سو استعفاده کړې،دا یې لومړی ځل نه دی،چې پر کابل د ترهګرو د پټن ځای تور پورې کوي.
تحلیل کوونکي وايي، له هغه وخته چې پاکستان جوړ شوی دی، نور بهرني هېوادونه یې د افغانستان پر ضد د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره کاروي او تر هغه چې پاکستان د ځمکې پر مخ وي افغانستان به ښه ورځ ونه ويني.