Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اقتصاد پوهان: د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ یوه برخه  د سویس بانک ته لېږل به اقتصادي بحران رامنځ ته کړي 

اقتصاد پوهان: د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ یوه برخه  د سویس بانک ته لېږل به اقتصادي بحران رامنځ ته کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/18

د امریکامتحده ایالتو مرکزي بانک پرېکړه،چې د افغانستان له کنګل شوې پانګې ۳.۵ میلیارده ډالر د سویس بانک ته لیږي، تر څو یې په پراختیايي برخو یې ولګوي، پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي. 

اقتصاد پوهان اندېښنه لري،چې د دغو پيسو تقسیم به د افغانستان بانک نړیوال اعتبار زیانمن او مالي کړکیچ به زیات کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه نور الله عزیز وايي:« د یوه هېواد نقدي زېرمه د اقتصادي قدرت ښکارندويي کوي. په دې باندې کولی شي،چې مرکزي بانک خپل پولي سیاست،چې د هغه مرسته باندې د پیسو ارزښت ساتل، یاهم د خصوصي بانکونو کارونو څارل، له هغوی سره د مرستو کول یا هم په مجموع کې د یوه هېواد اقتصادي وضعیت د ساتلو اړوند ترې استفاده کوي. نو دا چې په دې په وخت کې دغه پیسې د سویس بانک ته انتقال کېږي، د دې لپاره اړینه ده،چې دا واضح شي، چې دا پیسې د کومو شرایطو پر اساس هغو بانکونو کې ساتل کېږي.»  

د اقتصادي  چارو کارپوهانو په خبره د يادې شتمنۍ په اړه صلاحیت يوزاې د افغانستان بانک لري او دا ډول حیف و مېل کېدل به د افغانستان بانکونه زیانمن او ښايي د افغانۍ د بې ثباتۍ باعث هم وګرځي. 

د اقتصادي چارو کارپوه میرویس حاجي زاده وايي:« دغه د افغانستان پیسې،چې ۹.۶  میلیارده ډالر دي. دا د افغانستان پانګه، د ملت پیسې او د خصوصي سکټور پیسې په دې کې دي.  هېله مو دا ده،چې امریکا خپله هغه پرېکړه،چې څو میلیارده ډالر پیسې د سویس بانک ته انتقال کوي او هلته به ساتل کېږي او د هغه بانک له ادرسه افغانستان ته راشي، زما په اند باندې له دوه یا درې لاسه باید تیر شي، دا پیسې د افغانانو پیسې دي.» 

د امریکا متحده ایالتو له لوري د افغانستان د کنګل  شوې شتمنۍ په اړه لومړۍ او اوس دا پرېکړه له پراخو غبرګونو سره مخ ده. 

د افغانستان بانک، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت او مخکیني ولسمشر حامد کرزي دغه پرېکړه د ټولو نړیوالو اصولو خلاف او د نه منلو وړ بللې او خبرداری يې ورکړی دی،چې اجازه به ورنه کړي،تر څو د افغانستان کنګل شوې شتمني د نورو خلکو او پروژو له طریقه مصرف کړل شي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist