Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کريمي: له نړۍ سره مو د تعامل او رسمي اړیکو ټېنګښت ټول معیارونه پوره کړي 

کریمي: د پنجشیر په ګډون د هېواد هېڅ سیمه کې د اندېښنې وړ تحرکات نه شته دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/14

د  اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي،د پنجشیر په ګډون د هېواد په هېڅ سیمه کې داسې امنیتي تحرکات نشته دي،چې د اندیښنې وړ وي او په لرو او غرنیزو سیمو کې چې کومې کوچنۍ پیښې کیږي،امنیتي ځواکونه پرې تصفویي عملیات کوي.

کریمي وايي،اوس په افغانستان کې د جګړې لپاره هېڅ ډول پلمه نه ده پاتې، اسلامي نظام حاکم دی او پر وینا یې اشغال هم پای ته رسیدلی دی.

کریمي زیاتوي:« د پنجشیر په شمول د هېواد په هیڅ نقطه کې د ملاحظې وړ کومه نښته نه شته او کله چې په لرو پرتو غرنیو سیمو کې دوه درې ټکه وشي، مجاهدین هلته ورځي او سیمه تصفیه کوي،کوم څوک چې وسله په لاس لري، د  اسلامي امارت له جدید او قاطعت سره مخ کیږي،ځکه اوس اشغال ختم شوی دی، اسلامي نظام حاکم دی او د جګړې لپاره هېڅ بهانه نه ده پاتې.»

د ریپوټونو له مخې،د مقاومت په نوم ډلې د شابه قرارګاه قوماندان یارمحمد هم له خپلو څو تنو وسله والو سره د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو په تصفوي عملیاتو کې وژل شوی دی.

داعملیات د هغو کسانو د لټې په موخه په پنجشیر کې پیل شوي،چې د مقاومت ډلې په نوم دجګړې خبره کوي.

کریمي وايي،هغه څه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپریږي،دا مجازي سنګر جوړونه او جګړه ده،چې حقیقت نه لري.

په ورته وخت کې کریمي وايي، افغان امنیتي ځواکونه په ټولو سیمو حاکم دي او چاته د وران کارۍ او نا امنۍ اجازه هم نه ورکوي.

هغه زیاته کړه:« هغه څه چې په فیسبوکونو او سوشل میډیا کې اورېدل کیږي،هغه یوازې میډیايي او مجازي سنګر سازي ده،چې هېڅ ډول حقیقت نه لري او اصلي حقیقت دادی،چې موږ هېڅ ډول د ملاحظې وړ امنیتي ستونزه نه لرو.»

په دې وروستیو کې له پنجشیر ولایت داسې خبرونه خپاره شول،چې ګنې په ځینو سیمو کې د مقاومت په نوم وسله واله ډله امنیتي تحرکات لري او پر د اسلامي امارت پر ځواکونو بریدونه کوي، له دوی سیمې نیسي او مرګ ژوبله ور اړوي خو په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیو ګانې خپرې شوي،چې د مقاومت په نوم ډلې ته د امنیتي ځواکونو له لوري درانه تلفات اوښتي او ځینې مشران یې هم وژل شوي دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist