Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: که اسلامي هېوادونه اسلامي امارت پر رسمیت نه پېژني ملاتړ دې وکړي 

مجاهد: پنجشیر کې امنیتي ګواښونه صفر شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/14

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له شمشاد سره په خبرو کی وویل،په پنجشیر ولایت  کې نوره  جګړه پایته رسیدلې او د مقاومت په نوم د دولت ضد ډلې ټول هغه پټن ځایونه،چې  په غرنیزو او صعب العبور سیمو کې یې درلودل له منځه تللي دي .

 مجاهد وايي، لومړی د مقاومت ډلې وسله والو د دوی پر پوستو بریدونه وکړل،چې وروسته یې پر وړاندې تعقیبي عملیات پیل شول،چې په پایله کې یې د دغې ډلې څلورو قوماندانانو په شمول ۴۱ تنه  وژل شوي او ۱۰۱ نور یې ژوندي نیول شوي دي. 

دغه راز مجاهد وايي،د مقاومت ډلې ټولې هغه ځالې،چې په پنجشیر کې یې د حکومت له سترګو پناه سیمو کې جوړې کړې وې،هم کشف او له منځه تللي دي،چې له دې سره اوس په پنجشیر کې ټول موجوده  امنیتي ګواښونه  صفر شول. 

هغه زیاته کړه:« د پنجشیر په درېیو ولسوالیو کې له خپلو ځالو راکوز شوي و او د اسلامي امارت پر پوستو یې بریدونه کړي ول، د بریدونو په نتجیه کې دیدوی ځای مالوم شوی و او بېرته پرې تعقیبي عملیات پیل شول،چې په نتیجه کې یې درېیو ولسوالیو کې چې دره ده، حصارک دی او افشار دی، د دوی څلور قوماندانان وژل شوي دي او په مجموع کې یې۴۱ تنه یې وژل شوي دي، ۱۱ یو تنه یې ژوندي نیول شوي دي،وسلې او مهمات یې هم نیول شوي دي او هغه ځالې یې هم پیدا شوي دي،چې دوی په کې اوسیدل،هغه هم ویجاړې شوي دي او له منځه تللي دي. اوس عملیات پایته رسیدلي دي او جګړه هم پایته رسیدلې ده او ټول هغه تهدیدونه چې په سیمو کې موجود ول، له منځه تلي دي.» 

ذبیح الله مجاهد وايي، د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره په افغانستان کې د جګړې لپاره هېڅ ډول پلمه نه ده پاتې او هغه چې د نظام پر وړاندې د مقاومت خبره اوعملي اقدام کوي،نو خطرناکه برخلیک سره به مخ شي. 

مجاهد زیاتوي:«جنګ هغه مهال مشروع و،چې دلته بهرني ځواکونه موجود ول، د هغو پر ضد باید جنګ شوی وای او د هغوی پرضد باید مقاومت شوی وای. دا جالبه ده،چې له اشغالګرو سره امریکایانو سره دوستي وشوه،ملاتړ یې وشو، د خپلو خلکو پر ضد ۲۰ کاله هغوی سره ودرېدل او اوس د خپلو افغانانو پر وړاندې د اسلامي نظام  پر وړاندې جګړه کوي او د مقامت نوم ورکوي او هغه چې د اسلامي نظام پر وړاندې مقامت کوي،باغی دی اوحکم یې واضع دی.» 

خو په پنجشیر کې د مقاومت په نوم ډلې یوتن قوماندان خالد امیري بیا خپلو وسله ‌والو ته تلفات ردوي او نه مني،چې ګواکې وسله وال یې ژوندي نیول شوي دي.

امیري زیاته کړه:« دښمن خپله پوښیږي،چې په دې جګړه کې یې څومره تلفات ورکړي دي او د نادرستو خبرونو په نشر سره غواړي ځان ته روحیه ورکړي،هرڅومره چې زیات ځواکونه راولي، په هماغه اندازه زیات تلفات ورکوي،چې اوس یې هم زیات تلفات لیدلي دي.» 

 د پوځي چارو کارپوهان بیا وايي، هغه کسان چې د پنجشیر ځینې خلک یې د مقاومت په  نوم له اسلامي امارت سره  جګړې ته هڅولي،هغوي خپله په اروپايي هیوادونو کې ارام ژوند لري،بچیان یې د نړۍ په معتبره پوهنتونونو کې زده کړې کوي،نو دپنجشیر خلک نور باید د دوی لپاره خپل اولادونه قرباني نه کړي. 

 د پوځي چارو کارپوه یوسف امین ځاځی وايي:« د قدرت شوقیان او د افغانستان د تجزیې خوبونه،چې څوک ګوري،دا یو سازمان موجود دی، د پنجشیر ولس باید په دې سازمان ځان پوه کړي،د خپلو ګټو لپاره یې پر دوی جګړه تحمیل کړې او خپله له بچیانو سره په بهرنیو هېوادنو کې میشت دي او فرانسه یې ملاتړ کوي.» 

له تیر یوه کال راهیسې په افغانستان جګړه پایته رسیدلې او ټول هېواد د واحد مرکزي نظام له لوري اداره کیږي،خو یوازې د پنجشیر ولایت له ځینو لرو پرتو سیمو د جګړې او مقاومت ریپوټونه ورکول کیدل،چې دامنیتي ځواکونو له وروستیو عملیاتو وروسته اوس یې پټن ځایونه له منځه تللي او د تصور وړ امنیتي ګواښونه هم نشته  دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist