Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیا اوسېدونکي: اسلامي امارت دې د سېلابونو له امله تخریب شوې لارې بېرته ورغوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/14

که له یوې خوا وروستیو سیلابونو خلکو ته ځاني او ګڼ مالي زیانونه واړول،خو له بل لوري یې د سویل ختیځ زون په ګډون هېواد کې ګڼې لویې لارې هم تخریب کړې دي.

وروستیو سیلابونو ، د پکتیا ـ کابل ، پکتیا ـ خوست او ګردیز ـ پټان لویې لارې تخریب او ګڼ پلونه او پلچکونه یې ویجاړ کړي او خلک یې د بېرته جوړیدو غوښتنه کوي.

د پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:«سېلابونو لویې لارې خرابې کړې، د ولسوالیو ترمنځ، د کلیو ترمنځ لارې او پلچکونه یې خراب کړي دي.  د هېواد په بېلابېلو برخو کې دا ستونزه شته ده.»

د پکتیا یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« د اسلامي امارت له مسوولینو مو غوښتنه دا ده،چې دغه لارې بېرته ډېر ژر جوړې کړي.»

د پکتیا اقتصاد رئیس انور راشد وایي،ولایتي اداره هڅه کوي،چې د پکتیا لپاره ځانګړې شوې بودیجه انتقال او د لویو لارو او پلونو پر جوړولو یې ولګوي.

راشد زیاتوي:«لکه څنګه چې سږ کال د اسلامي امارت بودیجه تصویب شوه او بودیجه یې له خپلو عوایدو وه، نو په دې کې هغو مهمو کارونو ته لومړیتوب ورکړل شوی دی. د کابل او ګردیز سړک ډېر تخریب شوی دی،د پټان سړک تخریب شوی، د زرمت سړک خراب شوی. نو موږ لومړی هڅه کوو،چې دا بودیجه دغو برخو راجلب کړو.»

راشد همدا راز وایي، اسلامي امارت په پام کې لري،پکتیا ته له ځانګړې شوې بودیجې د یو شمیر هغو پروژو چارې بېرته پیل کړي،چې له تیر یوه کال راهیسې ځنډیدلي دي.

وروستیو سېلابونو پکتیا کې سلګونه کورونه ویجاړ او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې او باغونه یې تخریب کړل او ولایتي ادارې پر مرستندویه بنسټونو غږ  کړی،چې سېلاب ځپلو سره دې بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist