سراج زیاته کړې:«موږ محوه شوي یو او له ټولنې شړل شوې یو. ایا پوهېږئ، چې له ټولنې شړل څنګه یو احساس دی؟ زه محوه شوې یم او هېڅ نه پوهېږم،چې څه وکړم. همدا زموږ وروستۍ هېله ده او دا به وروستی وار وي،چې یو ځای ته ځم ، چې نړۍ ته دا ووایم، ځکه نوره زه له دې کار ستړې شوې یم. نور څومره زه باید چغې ووهم، وژاړم او ووایم،چې نړۍ موږ ته پام وکړه،چې موږ مرو.»
دا چې نړیوال افغانستان کې ښځې له سخت وضعیت سره مخ بولي،نو د اروپايی ټولنې د جندر برخې استازې په دې سختو شرایطو کې د افغان ښځو هڅې او مبارزه ستایي او وايي، دوی تل د خپل عزت د درناوي لپاره غږ پورته کړی دی.
هغې زیاته کړې:«موږ افغانستان کې د ښځو او نجونو زړورتیا ته سلام کوو،چې د خپلو بشري حقونو د خونديتوب لپاره د هڅو په سر کې پاتې دي. دوی تل د حساب ورکولو او خپل وقار ته د درناوي لپاره غږ پورته کړی او همدارنګه د بهر میشتو افغان ښځو ژمنتیا د قدر وړ ده.»
اخوا اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د ملګرو ملتونو د ځانکړي راپور ورکونکي راپور بې بنسټه بولي او وایي،د اسلامي امارت په واک ته رسیدو سره د ټولو حقونه خوندي دي او هېڅوک دا جرأت نه شي کولی،چې ښځو ته په بده سترګه وګوري.
مجاهد زیاتوي:«د بشر حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د استازي ریچارډ بېنېټ راپور مغرضانه او له حقیقته لرې دی. هغه خپل راپور کې په افغانستان کې د تېر یوه کال په نتیجه کې پر سلګونه پرمختګونو باندې سترګې پټې کړې دي. یو څو مشخصو مواردو ته یې په غلط برداشت او ناسمو مالوماتو سره اشاره کړې ده. نن افغانستان کې د ښځو ژوند ته کوم ګواښ متوجه نه دی او اوس د افغان مېرمنو عزت ته څوک په سپکه نه شي کتلای.»
د بشري حقونو پر سر خبرې او بحثونه کومه نوې موضوع نه ده، له هغه وخته،چې اسلامي امارت واک ته رسیدلی دی، نړیوال د بشر حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د نقض خبرې کوي.