د پوځي چارو شنونکی يوسف امين ځاځی وايي:« که چېرته د افغانستان خلک جمع د حکومت واکداران خپلو منځو کې يو بل ته احترام ونه کړي،درناوی ونه کړي او ښه حکومتداري ونه کړي او ولس خپل مسووليتونه اداء نه کړي،د ولس مشروع غوښتونو ته احترام او درناوی ونه شي،نو له دې نه به دښمن استفاده کوي،يعني واټن د خلکو او واکمنانو ترمنځ چې پیدا کيږي،دښمن هميشه استفاده کړې ده.»
په ورته مهال د کابل امنيه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ټولو ښاريانو ته د ډاډمن امنيت برابرولو ډاډ ورکوي او له ښاريانو غواړي،چې له امنیتي ځواکونو سره دې همکار وکړي.
ځدراڼ زیاته کړه:«زموږ امنيتي ځواکونه ويښ دي او د خلکو همکاري ورسره ده. موږ د خلکو په همکارۍ سره هغه کړۍ خنثی کړې او له منځه مو يوړې، کومې چې دلته د يوه پلان له مخې یې غلا کولې. همداشان جنيايي پیښې به یې رامنځته کولې. زموږ امنیتي ځواکونه په دې برخه کې لاهم هڅه کوي،ترڅو هغه مجرمين،چې ولس زورنې لامل ګرځي،کشف کړي او وې نيسي.»