Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت: سېلابونو او زلزلو تېره یوه میاشت کې له ۲۰۰ زیات کسان مړه کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/12

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت  مسوولین وايي، د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د تېرې یوې میاشتې سختو سېلابونو او یو شمېر سیمو کې زلزلو څه باندې ۲۰۰  کسان مړه کړي او شااوخوا ۱۵۰ یې ټپيان کړي دي.

د یاد وزارت  ویاند محمد نسیم حقاني وايي،پروان، ننګرهار، لغمان، لوګر او میدان وردګ هغه ولایتونه دي،چې سېلابونو په کې زیات تلفات اړولي دي. 

حقاني  زیاته کړې:«د چنګاښ میاشتې له لومړۍ بیا تر اوسه پورې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سېلابونه راغلل،یعنې دا سېلابونو په شااوخوا ۲۱ ولایتونو کې ول.  د دغو سېلابونو له امله ۱۹۴ هېوادوال مو په شهادت رسېدلي دي،له ۲۶۰ زیات کسان ژوبل شوي دي. دغه راز د دغو سېلابونو له امله له ۱۲ زرو زیات کورونه په بشپړ او نیمه ډول وېجاړ شوي دي.» 

حقاني وايي، تېره اوونۍ د کونړ ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې شدیدې زلزلې هم شپږ کسان مړه او لسګونه کورونه یې په بشپړ ډول  وېجاړ کړي دي.  

هغه زیاته کړه:« د کونړ ولایت په نورګل او چپې درې  کې د زلزلې تلفات زیات ول،چې زموږ شپږ تنه هېوادوال په کې شهیدان شوي  او شااوخوا ۱۰ نور ژوبل ول. دغه راز په ننګرهار کې هم ۱۰ کسان ژوبل شوي ول. هغوی ته اولیه مرستې رسېدلي دي. د کومو کسانو،چې کورونه تخریب شوي، هغوی ته په لومړیو کې خیمې  او خوراکي توکي ورسېدل.» 

سېلابونو خلکو ته د ځاني زیان ترڅنګ  ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.

د کرنې او اوبو لګونې وزارت ویاند مصباح الدین مستعین د نږدې ۱۰ زره جریبه کرنیزې او غیر کرنیزې ځمکې د تخریب خبره هم کوي. 

پېښو ته د رسیدو  چارو کې د دولت وزارت او  د کرنې او اوبو لګولو وزارت مسوولینو ډاډ ښودلی دی،چې تر یوه بریده له سېلاب ځپلو سره دوامداره مرستې تر سره شي.

 

دوی همدا راز ډاډ وښود،چې له خیریه موسساتو سره یې خبرې روانې دي،چې د سېلابونو او زلزلو له کبله زیانمن شوي کورونه هم ورغوي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist