Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنه: د نجونو د زده کړو او کار موضوع د افغانستان اقتصادي ثبات پورې تړلې 

په پکتیا کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازو تړل کېدو پراخ غبرګونونه پارولي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/12

په سوېل پکتیا ولایت کې د نجونو یو شمیر ښوونځي،چې د قومي مشرانو په غوښتنه پرانېستل شوي وو، وړمه ورځ یې زده کوونکې له دروازو بېرته وګرځول شوې او دې پرېکړې پر کور دننه سخت غبرګونونه وپارول. 

د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزئ او  زده کړو ته یې پرېږدئ، هغه شعار چې کال کېږي، پر کوردننه او بهر بدرګه کیږي،خو لا هم اسلامي امارت نه دی توانېدلی،چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.

د خواله رسنیو کارونکو او یو شمېر پخوانیو او اوسنیو سیاسیونو په پکتیا ولایت کې د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو دروازو بېرته تړل کېدو پرېکړه ننګولې او له اسلامي امارته یې غوښتي،چې ښوونځي پرانیزي.

د سیاسي چارو شنونکي عزیز معارج پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:« سراج الدین حقاني، مولوی یعقوب، فاروق اعظم، ذبیح الله مجاهد او عباس ستانکزی وايي، چې ښوونځي دې پرانېستل شي، اوس پوښتنه دا ده،چې پرېکړه د چا په لاس کې ده؟»

عبدالغفور لېوال بیا خپله ټویټر پاڼه لیکلي:« اشغال پای ته ورسېد، خو ښوونځي وتړل شو.»

د نجونو زده کړو پر وړاندې د محدودیتونو دوام بیا  د اسلامي امارت پلوي هم د خپلو سکوت ماتولو ته اړ کړي.

سیاسي فعال جنرال مبین پر خپله  ټویټر پاڼه لیکلي:« ته مظلومه نه یې. ته زموږ خور یې، ستا اوښکې دردونکې دي، پرون دې خپل شهید ورور ته ژړل، نن د ښوونځي بندو دروازو ته ژاړې.»

د المپيک ملي کمېټې مشر نظر محمد مطمئین بیا پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:« یو مخ نه بندېږي او نه یو مخ خلاصېږي،تر کومه به دا حال وي؟ د نجونو ژړا، د کورنیو او بهرنیو رسینو سرټکي، له هېواده د خلکو وتل، د ښوونځیو د نجونو لاریون او هوايي ډزې، دا مسله اساسي او سم حل غواړي.»

پخوانیو افغان چارواکو هم د افغانو نجونو پر وړاندې د زده کړو محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کړې.

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:« د پکتیاوالو نجونو غږ د ښوونځیو د پرانېستلو لپاره د ټولو نجونو او افغان ملت غږ دی. له سرپرست حکومته غواړم،چې د نجونو پر مخ دروازې پرانیزئ.»

د بهرنیو چارو وزارت پخواني وزیر حنیف اتمر بیا لیکلي:« له دې انساني او اسلامي حقه د هېواد نجونو بې برخې کول ستره تېروتنه ده.»

د سیاسي چارو فعاله زرغونه ولي بیا وايي، ښځو ته کاري فرصتونه نه برابرول او د نجونو پر وړاندې د زده کړو محدودیتونو دوام به اسلامي امارت نړۍ سره لا هم په تقابل کې واقع کړي  او د ولس او حکومت ترمنځ به واټن زیات شي.

اسلامي امارت له شپږم ټولګي پورته  د نجونو زده کړو په اړه وار په وار خو جلا جلا دریځونه وړاندې کړي،چې تازه پوهنې وزارت سرپرست ارزګان کې په یوه غونډه کې ویلي، ځکه یې ښوونځي د نجونو پر مخ تړلي،چې د لرو پرتو سیمو خلک نه غواړي خپلې لوڼې ښوونځیو ته واستوي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist