د افغانستان،ازبکستان،قرغزستان او چين ترمنځ د اقتصادي هليز د را منځته کولو په موخه تړون لاسليک شو.
مسولين وايي،د دې تړون له مخې به د یاد دهليز له لارې سوداګريز توکي د چين، قرغزستان او ازبکستان له لارې افغانستان ته راوړل کيږي.
بل پلو د اقتصادي چارو یو شمېر شنوونکي بیا د ياد تړون لاسلیک کول د هېواد سوداګرۍ د بقاء لپاره ښه پیل بولي.
د اقتصادي چارو شنونکی نور الله عزیز وايي:« د هرې نوې بديلې لارې پرانېستل د افغانستان پر اقتصاد مستقيما اغيز لري او دا کولی شي،چې يو ښه فرصت د افغانستان تجارانو لپاره که هغه د صادراتو په برخه کې وي او يا هم د وارداتو په برخه کې وي، په لاس کې ورکړي،تر څو وکولی شي، له هغې لارې خپل توکي په ښه بڼه باندې د سيمي هېوادونو ته او يا هم پر نړيواله کچه صادر کړي.»
ځینې نور بیا په دې باور دي،چې د منځنۍ اسيا هېوادونو سره هر صادراتي او وارداتي تړون په هېواد کې د شته اقتصادي ناورین د مخنيوي او د سوداګريزو توکو د زيان مخنيوي لپاره ښه ګام دی.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالبصیر ترکی وايي:« زموږ تجاران وروڼه،چې په صنعت کې تولیدات لري په کراچۍ بندر کې په مياشتو مياشتو یې کانتينرې دريږي،اوس هم ادامه لري او همداسې په تورخم کې ولاړ ول، نو دا به لویه لاسته راوړنه وي،که چيرې دا تفاهم نامه عملي شي.»
د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز بیا وايي،غوښتنه یې دا ده،چې د سوداګريزو توکو د ښه لیږد او اقتصادي ودې لپاره دې د ځمکې له لارو سربېره له هوايي هليزونو هم ګټه واخېستل شي.
عزيز زیاته کړه:« که موږ کولی شو،چې د ځمکنيو لارو تر څنګ په هوايي لارو هم بحث وکړو دا هم کولی شي،چې د افغانستان لپاره ګټور وي.»
د منځۍ اسيا د هېوادونو ترمنځ څلور اړخيز تړون د اوسپنۍ پټلۍ ملي ادارې د مسولينو له لوري لاسليک شوی دی،چې د چين د توکو له وارداتو سربېره د هېواد توليدات له همدې لارې تر چين پورې رسول کيږي.