Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
تحلیل کوونکي: اتریش کې د افغانستان په اړه  جوړېدونکې ناسته بې اغیزې ده 

تحلیل کوونکي: اتریش کې د افغانستان په اړه  جوړېدونکې ناسته بې اغیزې ده 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/11

د پخوانۍ  نظار شورا او پخواني جمعیت ګوند لخوا د اتریش په ویانا کې د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۵مه نېټه دافغانستان په تړاو ناسته جوړېږي.

د دغې ناستې له اجنډا با خبره څېرې وايي، غونډه کې به د پخواني جهادي قوماندان احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود، شکریه بارکزۍ، زلمی رسول ، دادفر سپنتا ، سید سادات نادري او فوزیه کوفي هم ګډون وکړي. د سیاسي چارو تحلیل کوونکي وايي، دغه کسان په افغانستان کې هېڅ ډول ځواک او ولسي بیز نه لري او نه یې هم ناستې د افغانستان پر وضعیت اغیزمنې دي.

دوي دغه ناسته پر  اسلامي امارت د لویدیځ کمزوری فشار یادوي،چې په وینا یې لویدیځوال غواړي،له دغې لارې د اسلامي امارت پر مشرتابه خپلې غوښتنې ومني.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی زلمی نصرت وايي:« د احمد مسعود په ګډون کوم کسان،چې په دغه ناسته کې ګډون کوي، نیک نومه کسان نه دي،نه کوم قوت دي،نه د خلکوپه منځ کې ځای لري ،یوازې همدومره ده،چې غربیان غواړي له دوی پرطالبانو د یوه ضعیف فشار په توګه استفاده وکړي او طالبان اړ کړي،چې د دوی غوښتنو ته غاړه کیږدي.» 

مالومات دادي،چې ددغې ناستې مالي لګښت د فرانسې له لوري ورکول کیږي او ډېر رول هم په کې د پخوانۍ نظار شورا غړي او د احمد شاه مسعود زوی،چې دفرانسې له نږدې کسانو یادیږي، لري. 

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی عزیز معارج وايي:« لومړی داچې د دې غونډې اجنډا نه ده مالومه او بودیجه یې هم د فرانسې د یهودانو له لوري ورکول کیږي او ناسته هم د پخوانۍ نظار شورا له لوري جوړه شوې.» 

اخوا د سیاسي چارو تحلیل کوونکی زلمی نصرت بیا وايي، دغه ناسته د افغانستان په اوسني وضعیت هېڅ ډول اغیز نه لري او نه هم اسلامي امارت له دغو کسانو چې د سپټمبر په ۱۵ مه په ویانا کې سره راټولیږي،کومه وېره او ډار لري. 

نصرت زیاتوي:« د دوی ناستې د افغانستان په اوسني وضعیت هېڅ ډول اغیز نه لري او نه هم طالبان له دوی ډاریږي،دا ځکه چې دوی له طالبانو تښتیدلي دي او دوی ته خپل زور او  د طالبانو زور مالوم دی.» 

هغه پخواني سیاسیون او حکومتي کسان،چې د اسلامي امارت په راتګ سره له افغانستانه وتلي دي،وخت ناوخت په خپلو کې دغه ډول ناستې جوړوي،خو د تحلیل کوونکو په باور هېڅ ډول پایلې نه لري.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist