د زیړوک او نکې ولسوالیو اوسېدونکي وایي،تر اوسه پورې ورسره مرسته نه ده شوې او اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونه دې سیمو ته د سروې ټیمونه ور واستوي او اوښتي زیانونه دي وګوري.
د نکې ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« له نړیوالو موسسو او خیریه بنسټونونو مو غوښتنه دا ده،چې همکاري راسره وکړي. دغه راز دوی دې له موږ سره د کورونو په جوړولو کې هم پوره همکاري وکړي.»
د زیړوک ولسوالۍ اوسېدونکی بیا وايي:« هېڅوک نه شته دی،چې پوښتنه مو وکړي. موږ بار بار وېډیوګانې وکړې،خو څوک مو غږ نه اوري. زیړوک ولسوالۍ ته تر اوسه پورې کوم هیت نه دی راغلی او نه هم کومه موسسه راغلې. زموږ پوښتنه څوک نه کوي.»
شااوخوا درې میاشتې وړاندې د پکتیکا ولایت ګیان،زیړوک ، برمل او نکې ولسوالیو کې زلزلې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه واړول،چې له کبله یې سلګونه کسان مړه او ژوبل او زرګونه کورونه ویجاړ شول.