Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امنیت شورا: پر ښځو د کار بنديز به بشري مرستې او د ملکرو ملتونو اړوند ادارو کار اغیزمن کړي

General view of a moment of silence for former U.S. Secretary of State Madeleine Albright during the United Nations Security Council meeting, amid Russia's invasion of Ukraine, at the United Nations Headquarters in New York City, New York, U.S., March 23, 2022. REUTERS/Mike Segar REFILE - CORRECTING MEETING

ملګرو ملتونو افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو او ډيپلوماټانو پر خوندیتوب ټېنګار کړی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/08

په کابل کې د روسیې سفارت دروازې مخې، ته د دوشنبې ورځې برید،چې د یو شمېر افغانانو په ګډون په کې دوه روسي ډیپلوماټان هم ووژل شول، د ملګرو ملتونو امنیت شورا یې په افغانستان کې د بهرنیو ډيپلوماټانو امنیت ته اندېښمنه کړې ده. 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دا برید غندلی او پر ښکیلو اړخونو یې غږ کړی دی،چې د بهرنيو سفارتونو او ډیپلوماټانو امنیت باید خوندي وي او د ورته بریدونو د مخنیوي او دریدو غوښتنه یې کړې ده.

امنیت شورا زیاته کړه:« د امنیت شورا پر ټولو اړوندو خواوو غږ کوي،چې د ډیپلوماتیکو ادارو، کونسلګریو او د ملګرو ملتونو  غړو هېوادونو د پرسونل امنیت ټینګ او د خوندیتوب درناوی یې وکړي.» 

په کابل کې اوس مهال  د  شااوخوا ۲۱ هېوادونو سیاسي استازولۍ او د نړیوالو سازمانونو دفترونه فعاله دي. 

د نړیوالې ټولنې ډېر شمېر هېوادونو کابل کې د روسیې سفارت دروازه کې برید ته جدي غبرګون ښوولی دی.

سره له دې چې اسلامي امارت له تېرو دوه ورځو راپدیخوا د برید په تړاو پلټنې پیل کړي،خو کارپوهان وروستیو بریدونو ته په کتو، اسلامي امارت  د امنیت په ټینګښت کې پاتې ګني.

دغه راز دوی وايي، د سفارتونو امنیت ته باید جدي پام وشي،چې دا د نړیوالو او افغان حکومت ترمنځ یو باور دی.

د سیاسي چارو کارپوه نور احمد خالدي وايي:«طالبانو هم په دې اړه له نورو هېوادونو سره په خپلو اقداماتو کې ښه نه دي بریالي شوي،چې هغوی قانع کړي،چې دلته خپل سفارتونه پرانېزي. دلته امنیت شته دی، دلته به خلک د دوی ملاتړ کوي او د طالبانو حکومت پر اوضاع باندې مسلط دی. خو دا د دې ښوونه کوي،چې داسې نه ده. هغه شان چې د امنیت په اړه طالبان وايي، نه ده.» 

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي،چې د تېر یوه کال لاسته راوړنو په تړاو خبریالانو ته خبرې کولې باور وښود،چې  د یوه کال موده کې یې کوم سفارت او ډیپلوماټ نه دی پر نښه شوی او په خبره د روسیې سفارت د ډیپلوماټانو وژل یو تصادف وه.

هغه زیاته کړه:« دا پېښه هم له سفارته بهر، بلکې د سفارت او پېښې ترمنځ سړک تېر شوی دی، نو ښه په فاصله کې شوی. دا چې تصادف په دې وخت کې هلته د سفارت مامورین هم ورتلي، دا بیا بېله خبره ده. خو په هر حال په راتلوونکې کې به له دې هم زیاته پاملرنه کېږي. د افغانستان امنیتي ځواکونه دې موضوع ته جدي متوجې دي. ټولو سفارتونو او د سفارتونو اړوند هېوادونو ته ډاډ ورکوو،چې د دوی د سفارتونو  او د دوی د ډيپلوماټانو به کلک امنیت نیول کېږي. انشاء الله بیا به داسې پېښې نه تکرار کېږي.» 

کارپوهان وایي،په دې برید سره به د مسکو او کابل ترمنځ اړیکې خرابې نه شي او په دې روسیه هم پوهیږي.

د اوس لپاره روسیې او اسلامي امارت پلټنې پیل کړي او په دې تړاو به راتلونکې کې څرګنده شي،چې د برید ترشاه د کوم هېواد لاس وه. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist