د بشر حقونو څار نړيوال سازمان په تازه خپور کړي راپور کې ويلي، امريکا له افغان میرمينو سره پر کړو ژمنو عمل نه دی کړی.
د ياد سازمان د ښځو برخې مسووله هېدر بار وايي،امريکا له افغانو ښځو سره ژمنه کړې وه،چې حقونه به یې خوندي وي او نه به یې هیروي،خو د يوه کال تیريدو وروسته لاهم افغان ميرمنې له خپلو حقونو محرومې دي او دغه وضعیت راتلونکې ته اندېښمنې کړي دي.
بار زیاته کړې:« امریکایي مشرانو تل په دې ټینګار کړی وه،چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو دفاع کوي او هغوی به هیڅکله هم یوازې نه پريږدي،خو افغان ښځې او نجونې چې ورته د ښې راتلونکې هیلې ورکړل شوې وې، د طالبانو له څه باندې یوې کلنې واکمنۍ سره هغه ټولې مړاوې شوي دي.»
هېدر بار په هغه سازمان نيوکه کړې،چې په افغانستان کې د امريکا ستراتيژيکو ډپیلوماتیکې او عملياتي پريکړو د ارزولو په موخه جوړ شوی دی.
هغې نیوکه کړې،چې د یاد سازمان ۱۴تنه غړو څخه چې یوازې دوه تنه یې ښځينه دي،چې هېڅ افغان ته په کې د ګډون حق نه دی ورکړل شوی.
بار زیاتوي:« د امریکا سنا جرګې د تېر کال په ډسمبر میاشت کې د افغان ښځو لپاره یو کمیسیون جوړ کړ، ترڅو د افغانستان په اړه د امریکا پریکړې وڅیړي،چې دا کمېسیون باید د امریکا هغه ژمنه عملي کړي،چې د افغان ښځو حقونو برخه کې یې کړې وې. افغانستان کې د ښځو او نجونو اوسني ژوند ته په کتو د امریکا دا ژمنه نه ده عملي شوې. موږ په دې باور یو،چې دا کمېسیون کارنده نه دی او اړتیا ده،ترڅو په دغو کمېسیون کې افغان میرمنې ځای پر ځای شي،ترڅو افغانستان کې د ښځو حقونو ته سمه رسېدنه وکړي.»
افغان ښځینه فعاله ډیوه پتنګ بیا وايي، د کار او زده کړو حق د ټولو افغان مېرمنو هيلي دي او اسلامي امارات بايد دغو تمو او حقونو ته ژمن پاتې شي.
د بشر حقونو څار سازمان له جوړ شوي کمېسیون غوښتې دي،چې په افغانستان کې د امريکا مسووليتونونه او ژمنې وڅېړي او په دې کار سره خپل موثريت ډاد من کړي.