په سوېلي کندهار ولایت کې یو شمېر مېرمنې،چې په بېلابېلو صنعتي کارونو بوختي دي، له حکومت او مرستندویه ادارو د کارخونو جوړولو او خامو موادو برابرولو غوښتنه کوي.
کندهار ښار کې یوه مېرمنه توانېدلې،چې په خپل کور کې د ۴۰۰ زرو افغانیو پانګې پر مټ د بې وزلو او کونډو میرمنو لپاره د کار زمینه برابره کړې.
په یاده کوچنۍ کارخونه کې شااوخوا ۱۵ مېرمنې پر کار بوختې دي،چې د کالیو او لوښو پریولو شامپو او صابون جوړوي او بیا يې په بازار کې پلوري.
د کارخونې کاروونکې وايي، که څه هم معاش یې کم دی،خو بیا هم خوشاله دي، چې څه نا څه يي د کور اړتیاوې پوره کیږي.
د کارخونې یوه کارکوونکې قمره وايي:«خاوند مې فلج دی. هغه راته په کور کې پروت دی، کار نه شي کولی. څوک نه لرم،چې کار راته وکړي،چې له دې مېرمنې دلته کارخونه کې کار کوو. له دولته مو غوښتنه دا ده،چې د کار زمینه راته برابره کړي. اوس زما د کورنۍ مصارف زما پر غاړه دي. دلته کار کوم، خو دا پیسې راته بسنه نه کوي.»
د کارخونې یوه بله کارکوونکې روبینه بیا وايي:« دلته کارخونه کې په کار کولو سره مو یو څه کذاره کېږي. د کارخونې مسووله یو څه پیسې راکوي او یو څه ضرورتونه مو پرې رفع کېږي. خو د کور ټول مصارف پرې نه کېږي. د ګټې وټې سړی نه لرو.»
د یادې کارخوني مشره ساقي جانه وايي، د کمزوري اقتصاد له امله خپل کار ته پراختيا نه شي ورکولای،خو که حکومت او مرستندویه ادارې يې د کارخوني د پراخوالي او خامو موادو په برابرولو کې مرسته وکړي،سلګونه نورو میرمنو ته به هم د کار زمینه برابره کړي.
هغې زیاته کړه:« زه اوس څلور ماشومان لرم. له ما سره اوس مهال شااوخوا ۱۵ مېرمنې کار کوي. زما له دولته غوښتنه دا ده،چې د کارخونې لپاره مې ماشینونه زیات کړي، د مواد مرسته دې راسره وکړي او زما مایع دې راته ډېره کړي. اوس مهال کارخونه کې څلور ماشینونه لرم، غواړم، دا ۱۰ یا ۱۵ شي،ترڅو نورې مېرمنې هم راسره پر کار بوختې شي.»
په هیواد کې د بې وزلۍ تر څنګ څو لسیزي جګړې،چې ډېری مېرمني یې بې سرپرسته کړي، اړې دي،چې د خپل کورني اقتصاد لپاره لاس پر کار شي،خو په دې برخو د اسانتیاوو نه شتوالی هغه څه دي،چې ډېری بې سرپرسته میرمني د کار پر ځای سوال کولو ته مخه کوي.