Skip to content
په پلازمینه کابل کې د روسیې سفارت مخ ته د دوشنبې ورځې برید،چې د روسي وګړو په ګډون په کې یو شمیر افغانانو ته هم مرګ ژوبله واوښته، پر کوردننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ ( یوناما) دغه برید غندلی او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله کړې ده.
یوناما زیاته کړې:« کابل کې د روسیې سفارت مخې،ته چاودنه په کلکو ټکو غندي. موږ د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب او ټپیانو ته د ژر روغېدو هېله کوو.»
بل خوا د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتو ځانګړي استازي ټوماس ویسټ غبرګون ښودلی، برید یې غندلی او دا ډول بریدونه یې ترهګريز بللي دي.
ویسټ زیاته کړې:« د امریکا متحده ایالات کابل کې د روسیې سفارت مخې، ته ترهګریز برید غندي. زه د قربانیانو او ټپیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم.»
د دې تر څنګ په کابل کې د چین سفیر وانګ یو په وروستي برید خواشیني ښودلې او د دا ډول بریدونو د عملینو د ژر نیولو او سزا غوښتنه یې کړې ده.
وانګ یو زیاتوي:« موږ په کابل کې هغه برید غندو،چې د روسیې سفارت دوه کارکونکي او یو شمیر افغانان په کې وژل شوي. د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي شریک کوو. د پېښې عاملین دې ژر تر ژره ونیول شي او سزا دې ورکړل شي.»
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې دغه برید غندلی او ویلي دي،چې اړتیا ده،له ترهګرۍ سره جدي مبارزه پیل او د ترهګرو ټولې مالي سرچینې باید وچې شي.
یاد وزارت زیاته کړې:« په کابل کې د روسیې سفارت مخ ته ترهګریز برید،چې ګڼ شمیر کسان په کې وژل شوي او ټپیان دي، پر کلکو ټکو غندي. موږ د قربانیانو له کورنیو، د روسیې له دولت او خلکو سره ژوره خواخوږي شریک کوو او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هېله کوو.»
د ترکیې د بهریو چارو وزارت او کابل کې د ترکیې سفارت هم په دوه جلا ټويټونو کې یاد برید غندلی او د قربانیانو کورنیو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړې دي.
د یاد وزارت زیاته کړې:« موږ کابل کې د روسیې سفارت مخې ته شوی خونړی او ترهګریز برید پر کلکو ټکو غندو. د روسیې دولت او د افغانانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هېله کوو.»
د ایران او قطر بهرنیو چارو وزارتونو او ګڼ شمیر نورو هېوادونو هم په دې پېښه خواشیني ښودلې او برید یې پر کلکو ټکو غندلی دی.
د یادولو وړ ده،چې د برید مسوولیت د اسلامي دولت نومې ډلې ( داعش) ډلې پر غاړه اخیستی او د ګڼ شمیر وګړو د وژلو ادعا یې هم کړي ده،چې روسیې د دې برید په غبرګون کې کابل کې خپل سفارت تړلی دی او د بیا پرانېستلو په تړاو یې تر اوسه پورې کوم څه نه دي ویلي.