د ملګرو ملتونو کډوالۍ نړیوالې ادارې په هغو ۵۸۸ افغانانو،چې شااوخوا ۵۱۰ یې له ترکیې او پاتې ۷۸ یې له اروپايي هېوادونو بېرته افغانستان ته راستانه شوي،یوه سروې ترسره کړې.
د یادې ادارې په سروې کې له کډوالو د کار، اقتصادي وضعیت او ټولنیز ژوند په هکله پوښتنې شوې دي.
یادې ادارې زیاته کړې:« موږ ته ترسره شوې سروې ښیې،چې له یادو راستانه شویو افغانانو یې ۴۵ سلنه بېکاره دي او ۴۰ سلنه هم ورځنی عاید د کورنۍ او یا خپل له آدرسه لاس ته راوړي. سروې زیاتوي،چې له یادې ډلې یې ۲۲ سلنه تائیدوي،چې له ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان یې پر کار بوخت دي،چې زیاته برخه یې کروندي تشکیلوي.»
کډوالۍ نړیواله اداره زیاتوي:«د سروې ۴۷ سلنه ګډوانوال وایي،شخصي عاید نه لري او د کورنۍ نور غړي یې کار کوي. خو په ورته مهال ۱۷ سلنه کډونوال وايي،چې کورنی عاید لري. د یادې سروې بله مهمه برخه ښیې،چې یوازې یو سلنه یې له اقتصادي وضعیته راضي دي.»
دغه راز د کډوالۍ نړیواله اداره وايي، ۴۳ سلنه کډونوالو د بیو له لوړوالي شکایت درلود او په ورته وخت کې ۴۷ سلنه بیا وایي،خواړه ورته نه پیدا کېږي، یا یې له نورو په پور اخلي او یا له بشري مرستو برخمن کېږي.
یادې ادارې زیاته کړې:«سروې د راستانه شویو افغانانو د بېرته تګ او پاتې کېدو په تړاو ښیې،چې ۵۹ سلنه دلته د پاتې کیدو لېوالتیا لري،خو ۳۷ سلنه بیا له هېواده د بېرته تګ غوښتونکي دي. همدا راز ۷۳ سلنه د دندو له نشتون کړېږي، ۱۶ سلنه یې پر کار بوخت دي او ۳۰ سلنه هم قرض داره تشکیلوي.»
دا په داسې حال کې ده،چې همدا مهال په نورو هېوادونو کې افغان کډوال له ګڼو ستونزو شکایت لري او له تېر یوه کال راهیسې زیات شمېر افغانان د سیمې او نړۍ په ځینو هېوادونو کې بې برخلیکه پاتې دي.