Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: که ا مریکا غواړي،چې نړۍ کې ترهګري له منځه لاړه شي پر پاکستان دې فشار راوړي

پخواني امریکايي چارواکي: اسلامي امارت لاهم له ترهګرو ډلو سره اړیکې پالي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/06

د امریکا څارګرې ادارې یا سي آی اې پخواني مشر او د دفاع وزارت پخواني وزیر لیون پنېټا د بریټانیا له ګارډین ورځپاڼې سره په تازه مرکه کې افغانستان کې د ترهګری پر پراختیا اندېښنه ښودلې او غوښتنه یې کړې،چې دلته دې د دې پدیدې مبارزه لا غښتلې شي. د امریکا پخوانی دفاع وزیر لیون پنېټا ویلي، کابل کې د القاعده مشر ایمن الظواهري وژل د دې ښکارندویي کوي،چې اسلامي امارت لا هم له دې ډلې سره نږدې اړیکې پالي.

پنېټا  زیاته کړې:« کابل کې د الظواهري له وژل کېدو جوته شوه،چې طالبان لا هم له القاعده شبکې سره اړیکې لري. افغانستان کې باید د ترهګرو ځپلو هڅې لا غښتلې شي،ځکه د القاعده او داعش په څېر ډلې لا هم امریکا ته ګواښ پېښولی شي.» 

دغه پخواني امریکايي چارواکي نه ده په ډاګه کړې،چې د ترهګری ضد مبارزه په افغانستان کې په کوم ډول پیل شي،خو پخواني پوځیان باور دي،چې د الظواهري تر وژل کېدو وروسته امریکا پر افغانستان هوایي څار پیل کړی دی.

 پخوانی پوځي  محمد رادمنش وايي:« د الظواهري له وژل کېدو وروسته امریکا دې پریکړې ته ورسیده،چې باید د ترهګر ځپلو لپاره خپل هوایي عملیات او ګزمې پیل کړي،خو د ځمکنیو عملیاتو په تړاو تر دې دمه څه نشته دي.» 

ځینې نور بیا پر امریکا تور پورې کوي،چې د افغانانو امنیت او ثبات ورته اړین نه وو،ځکه خو یې د تېر افغان حکومت سلګونه زره پوځیان ناکام کړل.

د پوځي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« افغانستان کې اوسنی وضعیت د امریکا لخوا رامنځته شوی دی او دوی همدا ډول ډلې او ټپلې روزلي او تمویل کړي دي. که امریکا د افغانانو د امنیت پلوې وی،نو د افغانستان پوځ به یې د طالبانو په لاس کې نه ورکاوه.  اوسني امنیتي ځواکونه د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا او هوایي حریم نه شي ساتلی او یوازې د طالبانو د امنیت لپاره دي.» 

د ترهګری ضد مبارزې بحث داسې مهال راپورته کیږي،چې اسلامي امارت تر دې دمه د د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدل نه دي تائید کړي او کابل کې یې د امریکا هوایي برید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بولي. 

اسلامي امارت په کراتو ویلي،د دوحې تړون ته کلک ژمن دي او چاته به اجازه ورنه کړي،چې د افغانستان له خاورې د امریکا په ګډون نورو هېوادونه وګواښي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist