Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د احصایې او مالوماتو  ملي اداره:  ډېر ژر به ټول هېواد کې د برښنايي پېژندپاڼو وېش لړۍ پيل شي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/06

د افغانستان د احصايې او مالوماتو ملي ادارې ویاند وايي،د  جي.ټي.ار په نوم یې له  یوې کوریايي کمپنۍ سره د نویو برښنايي پېژندپاڼو د چاپ قرارداد کړی او ۵۰۰ زره جلده یې تر چاپ لاندې دي،چې هېواد ته په رارسیدو سره به یې د وېش بهیر بیا پیل کړي.

هغه زیاته کړه:«د برښنايي پېژندپاڼو نوی قرار داد د جي.ټي.ار له نړیوالې کمپنۍ سره ترسره شوی دی. اسلامي امارت د جي.ټي.ار له کمپنۍ سره درې میلیونه برښنايي پېژندپاڼې قرار داد کړی دی. لومړۍ جوپه به یې د سنبلې پر ۱۳ مه نیټه به یې دلته کابل ته راورسېږي  او د برښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ به بېرته په ټول هېواد کې عادي بڼه خپله کړي.» 

په نويو پیژند پاڼو کې د کورينو چارو وزارت پرځای د احصایې او مالوماتو ملي ادارې نوم ليکل شوی دی. 

دغه راز د یادې ادارې ویاند وايي، په نويو پیژندپاڼو کې د ولسوالۍ نوم او تمديد نيټه هم اضافه شوې ده.

هغه زیاته کړې:«د برښنايي ډېزاین برخه کې خاص تغییرات نه دي راغلي. اوسنۍ برښنايي پېژندپاڼې هم د جمهوریت پر لوګو باندې چاپ شوي دي. موږ یوازې درې برخو کې تغییرات راوستي دي. یو د برښنايي پېژندپاڼې دا نوی کارت چې دی، دا لس کاله اعتبار لري،چې دا مو په کې اضافه کړی دی. دویم په برښنايي پېژندپاڼه کې د ولسوالۍ نوم هم زیات شوی دی او درېیمه برخه مو د کورنیو چارو وزارت پر ځای مو د احصایې او مالوماتو ملي اداره لیکلې ده. یعنې د برښنايي پېژندپاڼې پر مخ دغه تغییرات راغلي دي.» 

د یادې ادارې مسوولینو هېوادوالو  ته ډاډ ورکړی،چې د  پېژندپاڼو د وېش پروسه جارې ده او هغه کسان،چې بېړنۍ اړتیا ولري،دوی کولی شي جې پېژندپاڼې واخلي.

د مسوولینو په خبره، تر اوسه پورې په ټولو ولایتونو کې ۶۸ مرکزونه فعاله دي،چې خلکو ته د برښنايي پېژندپاڼو په وېش کې فعالیت کوي.

دې ادارې په تیر یوه کال کې د برښنايي پېژندپاڼو له اړخه یو میلیارد۶۰  میلیونه عواید راټوال کړي او په تیر یوه کال کې يې دوه میلیونه وګړو ته  برښنايي پېژندپاڼې ویشلې دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist