د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد،حج او اوقافو وزارت د دوشنبې پر ورځ د «۱۴۰۱ کال د وږي پر ۱۴ مه» په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال خپل یو کلنی راپور له ولس سره شریک کړ.
د یاد وزارت مرستیال عارف الله عارف وايي، تیر کال یې ۱۳۵۸۲تنه حاجیان دحج فریضې ادا کولو لپاره لېږلي او پر وینا یې په مرکز او ولایتونو کې یې څه باندې ۸۲ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
عارف زیاته کړه:«په مرکز او ولایتونو کې ۸۲ میلیونه ۵۲۴ زره ۸۴۰ افغانیو په اندازه عواید راټول کړل شوي دي. د کابل ښار په ناحیو کې د اوقافو ځمکو۱۲۶ نوي قراردادونه طی مراحل کول،چې کلني عواید یې ۲ میلیونه ۹۶۱ زره او ۶۰۰ افغانۍ کېږي.»
په ورته مهال د ارشاد،حج اوقافو وزارت دفتر مشر نذرالله بیان بیا وايي،په ټول هېواد کې ۷۲۰۰۰ مسجدونه شتون لري،چې له ډلې یې د ۷۰۰۰ جوماتونو ملا امامان رسمي دي.
دغه راز د یاد وزارت ویاند فضل محمد حسني د ښځو د هغه فرمان په اړه وویل،ښځې له محرم پرته حج ته نه شي ورتلی او پر وینا یې تر دې دمه هېڅ داسې کومې ښځې ورسره نوم لیکنه نه ده کړې،چې محرم ونه لري.
هغه زیاته کړه:« د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره،چې کله حجاج ثبت نام کوي، یا د حج سهمیه اعلان کېږي، له موږ سره تر اوسه پورې دغسې ثبت نام چا نه دی کړی،چې کومه مېرمنه دې راغلي وي،بې له محرمه دې له موږ سره ثبت نام کړی وي. کومې مېرمنې چې حج ته ځي، له هغوی سره حتما ورور، پلار یا خاوند موجود وي. تر اوسه پورې د ارشاد،حج او اوقافو وزارت ته په دې اړه چا مراجعه نه ده کړې، د افغانستان دود، دستور او زموږ حنفي فقه او شریعت هم تر ډېره بریده په دې هکله باندې واضح درېځونه لري.»
بل خوا د یاد وزارت مالي مشر عبدالولي حقاني وايي، تردې دمه کومه ځانګړې خطبه د امیر المومنین په نامه نه ده لیکل شوې،خو په راتلونکې تمه شته ده،چې د امیرالمومینن په نامه دې خطبه ولیکل شي.
د ارشاد،حج او اوقافو وزارت په داسې حال کې خپل یو کلنی راپور وړاندې کوي،چې په تیر کال کې ټول ۱۳۵۸۳کسان حج ته تللي او ۸۰ زره کسان،چې د تیر حکومت دي،ثبت نام یې کړی او لا حج ته نه دي تللي.