Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملا برادر: اسلامي امارت خلکو ته قانع کوونکی کار نه دی کړی

ملا برادر: له ۲ زرو زیات سوالګر راټول کړی شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/05

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، د یوې کمیټې پر مټ یې په هېواد کې د سوالګرو د راټولولو لړۍ پیل کړې  او په خبره یې تر دې دمه یې له ۲ زرو زیات سوالګر راټول کړي.

ملا برادر وايي، په دغو سوالګرو کې نږدې ۸۰۰ کسان مستحق  دي،خو ۱۵۰۰  نور  یې بیا حرفوي سوالګر دي.

اخوند زیاتوي:«  په کابل ښار کې د سوالګرو راټولولو کمیټې له لورې تر دې مهال ټولټال ۲۳۴۷ سوالګر راټول شوي،چې له هغې ډلې يې ۷۸۹ مستحق او ۱۵۴۶ يې بیا حرفوي سوالګر پیژندل شوي.»

همدا راز د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د سرپل ولایت د بندونو سروې او ډیزان چارې هم د اوبو او انرژۍ وزارت ته وسپارلې او د لګښتونو په اړه يې د  راپور غوښتنه وکړه.

اخوند زیاته کړه:« د ټاپي پروژې چارې به هم انشاء الله په نږدې راتلوونکې کې پيل شي،چې لومړي استفاده کوونکي او حق داران به یې د هرات ولایت خلک وي. »

د ریاست الوزار اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر همدا راز د یو شمیر مهمو او سترو بندرونو د جوړولو خبر هم ورکړ.

هغه زیاته کړه:« د پاشدان او شینډنډ بندونه مو هم په جدي ډول په نظر کې نیولي دي،چې پرې هغې به هم موږ انشاء ژر ترژره کار شروع کړو.» \

همدا راز د اقتصادي کمیسیون له لوري د اوبو او انرژۍ وزارت او ملي پراختیا شرکت ته سپارښتنه شوې  ده،چې په سرپل ولایت کې د سلطان ابراهیم او شورابې بندونو د سروې او ډیزاین لومړنۍ چارې ترسره او د یادو بندونو ټول لګښت دې مالوم او په تړاو یې دغه کمیسیون ته راپور وړاندې کړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist