خو له هغې وروسته،چې نظام له منځه ولاړ او دی په کور شو، نشو ته یې مخه کړه.
ملنګ یار وايي، یو وار یې فکري تمرکز بایلود او له هغې وروسته پر نشو روږدی شو.
هغه زیاتوي:«زه خپله په ملي اردو کې وم. ۱۸ کاله مې وظیفه وکړه، ډېر پرې خفه یم. شریفه کورنۍ مې ده،چې وګورې، ټولو زده کړې کړي، یو کس هم روږدی نه دی، ان نصوار هم نه کوي. زه په کې نشه يي شوم، دا هم بده ده. بس چې نظام ختم شو، بدلون راکې راغی. نظام چې ولاړ، شااوخوا یوه نیمه میاشت خو لیونی وم، پر زنځېرونو یې تړلی وم، کوټه کې به یې تړلی وم او بهر به یې نه پرېښودم.»
دی وایي، د هېواد په ګڼو ولایتونو کې یې دندې تر سره کړي او له ډېرو لوړو ژورو تېر شوی وو.
ملنګ یار وايي، بچیانو یې زده کړې کولې،خو چې په کور شو او نشو ته یې مخه وکړه له هغوی هم زده کړې پاتې شوې او اوس په جلال اباد ښار کې د لاس مزدوري کوي.
ملنګ یار زیاته کړه:«زامن مې له دولسمه خلاص شول،کمپېوټر یې داخله وکړه، نور درسونه مې هم پرې شروع کړي ول، هغه هر څه پاتې شول. اوس د دې وس نه لرم، چې درس پرې ووایم. هغوی اوس په بازار کې جوار پخوي او پلوري یې.»
ملنګ یار وایي،هغه وخت چې په وظیفه کې وو،کورنۍ به ورسره ښه چلن کاوه، خو اوس یې ان په کور کې له دې امله نه پرېږدي،چې روږدی شوی دی.
وايي،د هغه نظام عسکر د هیچا نه وو،د دې خاورې لپاره یې عسکري کوله،خو اوس یې ګڼ روږدي شوي.
هغه زیاته کړه:«کله به چې له وظیفې کورته راغلم، ډېر به خوشاله وو، خو اوس له خپل کوره تښتو، کور کې مو څوک نه پرېږدي،چې ته نشه يي شوی یې. باور نه شته دی، کورنۍ هم رانه وېره لري،چې داسې نه لیونی وي او موږ ته ستونزه جوړه کړي.»
ملنګ یار د درملنې په موخه روغتون کې بستر دی،خو وایي دومره نا هیلی دی،چې له دې ژوند ورته هغه د تودو جګړو مرګ غوره وو،چې له شوره یې ان په غوږونو کوڼ شوی دی.
هغه زیاتوي:« دا فکر زموږ په ذهن کې هم نه وه،چې زه به نشه يي شم یا به هم نظام له منځه ولاړ شي.»
له هغې وروسته چې پخوانی نظام سقوط شو او د نظام لیکې ماتې شوې، د ملنګ یار په څېر ګڼ ځوانان بې دندې شول، چې ځینې یې په مرګونو لارو بهرنیو هېوادونو ته ورسېدل او یا لا هم په لارو کې دي.