Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګوترېش: له زده کړو د نجونو راګرځول د توجيې وړ نه دي

ګوتریس: افغانستان کې باید نور د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانېستل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/04

سلامي امارت د یوه کال په تیریدو هم ونه توانیده،چې له شپږم ټولګې پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې خلاصې کړي.

تازه د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیوګوترس افغانستان کې د نجونو ښونځیو پر بند پاتې کیدلو اندیښنه څرګنده کړې او وايي، انجونې باید ښونځیو ته پریښودل شي.

هغه زیاته کړې:« افغانستان کې اوس هم نجونې له ټولګیو او زده کړو محرومې پاتې دي. دا مساوي او له برابرو حقونو ښکاره او غیر عادلانه سرغړونه ده. له دې سره به ټول هېواد زیانمن شي. نجونې باید ښوونځیو ته پریښودل شي.»

مدني فعالان هم له حکومته غواړي،چې د ښوونځیو په تړاو دې پریکړه نهايي کړي او زده کړې،چې د نجونو اساسي حق دی،له یوه کال راهیسې سلګونه زره نجونې له دغه حق محرومې پاتې دي.

مدني فعاله مریم نایبي وايي:«د نجونو ښوونځیو له تړل پاتې کېدو یو کال تېریږي. طالبانو د افغانستان نیمايي برخه د زده کړو له حقه محروم کړې. که څه هم د ټولنې د پرمختګ یو عامل ښوونه او روزنه ده خو طالبانو د نجونو ښوونځیو په تړلو سره دا برخه د زدو کړو له حقه محروم کړې ده. طالبان په دې چارې سره دا ښکاروي چې افغان نجونې او ښځې یې له سیاسي اړخه برمته کړې دي.»

د سیاسي چارو کارپوهان  بیا وايي، دا  اړینه ده،چې د نجونو ښونځي دې خلاص شي او د دې لپاره نړیوال هم په دې هڅه کې دي، چې اسلامي امارت قانع کړي.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي  وايي:« د ښوونځیو بیا پرانیستل د اسلامي هېوادونو او ملګرو ملتونو لپاره یو اړین امر دی. د ملګر ملتونو سرمنشي هم په دې تړاو یو ټویټ کړی و او اغلې روزای اوتنبویه چې تر دې مخکې د قزاقستان ولسمشره وه ګومان کوم چې ډېر کار به یې د نجونو ښوونځیو پر خلاصون او بشري مرستو متمرکز وي.»

له یو کال راهیسې د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړل شوي او تراوسه د پوهنې وزارت په دې تړاو پریکړه نه ده نهايي کړې،خو دغې پریکړې چې تراوسه یې ولس ته په اړه وضاحت هم نه دی ورکړل شوی،پر نړیواله کچه یې غبرګونونه راپارولي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist